Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار ټولګټو چارو ریاست: د ویجاړ شویو پلونو او پلچکونو د بیارغونې چارې پیل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/22

د کندهار ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سېمو کې د تیرو جګړو پر مهال د ویجاړو شویو پلچکونو او پلونو د بیارغونې چارې یې پيل کړي دي.

د کاریګرو مشر سیف الدین وايي:« هغه سړکونه چې خراب شوي  وو، او دا دی،تاسو ګورئ، د بیا جوړولو او ترمیم کار یې روان دی. په دغه کار کې د هغو پُلچکونو رغول هم شامل دي،چې په تېرو جګړو کې وران شوي وو.» 

 د ټولګټو چارو ریاست مسولین وايي،د تیرو جګړو پر مهال شااوخوا ۳۰۰ پلچکونه ویجاړ شوي وو،چې اوس يي د ۷۰ پلچکونو د جوړیدو چارې بشپړې شوي او د یو شمېر نورو چارې رواني دي.

 د یاد ریاست مشر نعمت  الله سراجي وايي د پلچکونو تر څنګ د ارغنداب ولسوالۍ د یوه لوی پله او د کندهار-هرات لویې لارې د ویجاړو شوو ځایونو او پلچکونو کار هم روان دی.

سراجي وايي، د درانه وزن موټرونو د مخنیوي هڅې یې هم پیل کړي دي.

سراجي زیاته کړه:« په ټوله کې په کندهار کې ۳۰۰ پلچکونه تخریب شوي وو، له دغه شمېر پلچکونو  د ۱۰۳ پلچکونو رغولو ته لومړیتوب ورکړی،چې تر اوسه یې ۷۰ بېرته رغول شوي او د پاتې نورو د جوړولو کار یې روان دی. د دې  تر څنګ د ارغنداب پر سیند د لوی وران شوي پل د جوړولو کار هم  روان دی، چې ډېر ژر به یې کار بشپړ شي.» 

د کندهار- هرات پر لویه لار هر ورځ زرګونه موټرونه تګ راتګ کوي،چې د ویجاړو شویو برخو له امله موټر چلونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.

موټر چلونکي د سړک جوړیدو ته خوشحاله دي،خو غوښتنه کوي،چې نور دي د درانه وزن موټرونو مخنیوی وشي.

یو تن موټر چلوونکی اسدالله وايي:« اوس  به د  دغې لارې د وران شویو ځایونو په جوړېدو سره د ترافيکي پېښو ګواښ هم کم شي. موږ ډېر خوشاله یو،چې د لارې وران شوي پلونه او خراب شوی سړک بېرته رغول کېږي.»

 

 د کابل – کندهار او کندهار- هرات لویه لاره د جګړو له امله زیاته ویجاړه شوې ده،چې له امله په تیرو کلونو پر دغه لار زیات ټکرونو رامنځته شوي او سلګونه خلکو ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist