Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د پانګونې پراختیا او ملي تولید د ترویج ناسته وشوه

خوست کې د پانګونې پراختیا او ملي تولید د ترویج ناسته وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/17

خوست مېشتو سوداګرو او پانګوالو د یوې ناستې په ترڅ کې له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د اسلامي امارت د وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ. د ناستې ګډونوالو زیاته کړه چې له دې پرېکړې وروسته به له نورو هېوادونو سره د نویو سوداګریزو لارو جوړېدو او کورنیو تولیداتو ودې ته زمینه برابره شي.
سوداګر انور افغان وايي: « له مختلفو هېوادونو سره قراردادونه شوي، اوس که لارې خلاصې شي یا نه شي، په افغانستان به یې اغېز نه وي. بله خبره دا ده چې په دې کې زموږ خیر دی؛ ځکه چې تجاران به وکولی شي نورو لارو ته پاملرنه وکړي او په راتلونکي کې به له داسې ستونزو سره نه مخ کېږو.»

سوداګر نورګل منګل وايي: « موږ ته اوس پخوانۍ تاریخي لارې بېرته جوړې شوې. دا مهال له منځنۍ آسیا سره زموږ ځمکنۍ سوداګري داسې روانه ده چې موږ یې اټکل هم نه شو کولی. هلته زموږ کانټینرونه داسې روان دي لکه خپل هېواد کې.»

د پاکستان له خوا افغانستان سره د سوداګریزو او ټرازیټي لارو سیاسي کول د پاکستان پوځي رژیم هغه تګلاره ده چې غواړي په وسیله یې پر کابل واکمن حکومتونه تر فشار لاندې ونیسي.

د افغانستان سوداګرو او د سوداګرۍ اړوند ادارو ډېر ځله د دې لارو د بدیل غوښتنه کړې.
د خوست سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان هم د سوداګرۍ د پراختیا لپاره دا یوه مهمه او پرځای پرېکړه بولي.

د خوست سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس نواب امیرزی وايي: « دا په تېرو ۵۰ کالو کې لومړی ځل دی چې افغانستان د اقتصادي آزادۍ په لوري یو ګام اخلي. موږ ډېرې زیاتې بدیلې لارې لرو، خلاصه جغرافیه لرو، خو موږ له دې جغرافیې استفاده نه ده کړې؛ اوس به موږ مجبور شوو چې له دې جغرافیې او په کې شته بدیلو لارو ګټه واخلو. دا کار به په داسې ډول کوو چې پر پاکستان خپله اتکا ورو ورو کمه کړو.»

په همدې موخه د یادې ځانګړې ناستې پر مهال، ځایي چارواکو له سوداګرو وغوښتل چې خپلې پانګې په هېواد کې دننه مصرف کړي او پانګوالو ته يې د اسانتیاوو برابرولو ډاډ بیا ځل تازه کړ.
خوست والي عبدالله مختار وايي: « خوست ولایت تر ټولو غوره جغرافیه، ظروف او شرایط لري. موږ د دې ولایت ټولو سوداګرو او پانګوالو ته بلنه وکړې چې دلته راشي او د پانګونې پر مسایلو بحثونه وکړي. موږ کوښښ کوو چې دوی ته امکانات برابر کړو او فرصتونه ورته ایجاد کړو؛ ترڅو دوی خپلو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي او پانګونه وکړي.»

خوست کې ځايي چارواکي، پانګوال او سوداګر داسې مهال د سوداګرۍ او پانګونې اړوند مسایلو په تړاو ناسته کوي چې تېره اوونۍ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند افغان سوداګرو ته سپارښتنه وکړه چې د پاکستان پرځای د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې وګوري.

ملابرادر خبرداری ورکړ چې که څوک له دې وروسته هم پاکستان سره سوداګري کوي، افغان حکومت یې د ستونزو هوارولو مسوولیت نه اخلي.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist