Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار د وژونکو ټرافیکي پېښو کوربه؛ تېرو۶ میاشتو کې ۱۶۷ پېښې ثبت شوې دي

کندهار د وژونکو ټرافیکي پېښو کوربه؛ تېرو۶ میاشتو کې ۱۶۷ پېښې ثبت شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/17

روان لمریز کال د ټرافیکي پېښو له اړخه د کندهار ښار او ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره له دې امله هم ښه نه و چې د دې کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۶۷ ټرافیکي پیښې ثبت شوې دي.

د کندهار امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، په دغو پېښو کې ۲۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی له ۲۱۱ ډېر ژوبل شوي هم دي.

د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد وايي: « د کندهار امنیه قوماندانۍ د ټرافیکو مدیریت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۶۷ ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي. په دغو پېښو کې ۲۹ تنه شهیدان او ۲۱۱ تنه ټپیان شوي دي. ټولټال ۲۴۰ تنه د یادو پېښو ټپیان او قربانیان دي.»

د کندهار ټرافیکو مدیریت مسوولین د ګڼو ټرافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې ‌احتیاطي او د ټرافیکي اصولو نه مراعتول  ګڼي.
دوی له موټر چلوونکو غواړي چې ټرافیکي قوانین رعایت کړي او په دې سره د ورته پېښو مخنیوی وکړي.
د کندهار ټرافیکو مدیر مولوي خیال محمد غاور وايي: « زموږ د ټولو ټرافیکي پېښو لامل احتیاط  نه کول دي، همدارنګه په ډېر سرعت موټر چلول او د قوانینو په پام کې نه نیول په ځانګړې توګه د ځوانانو له خوا، د دې پېښو لامل دی. له ټولو والدینو غوښتنه کوم چې خپلو کوچنیو اولادونو ته موټر، موټرسایکېل او نور وسایط په لاس مه ورکوئ. څومره چې د احتیاط کچه لوړه شي، د پېښو ګراف ټیټېږي. د ټرافیک پولیسو او ولس مکلفیت دا دی چې له یو بل سره همکاري وکړي.»

بله خوا، یو شمېر موټر چلوونکي او د کندهار اوسېدونکي هم د موټر چلوونکو بې ‌احتیاطي او ټرافیکي قوانینو ته نه پاملرنه د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي مهم عوامل بولي.
دوی له مسوولینو د سړکونو د نظم او د موټر چلولو جواز برخه کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.
موټر چلوونکی نصیراحمد وايي: « ټول موټر چلوونکي باید قانون مراعت کړي. له ټرافیکو مو دا غوښتنه ده چې د لایزري څراغونو مخه ونیسي؛ ځکه د دغو څراغونو له امله ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.»

د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی خالد احمد وايي: « اکثریت ټرافیکي پېښې د لایزري څراغونو له امله رامنځته کېږي، همدارنګه تر ډېره حده ټرافیکي اصول نه رعایت کېږي.»

د کندهار اوسېدونکی محمد کبیر وايي: « زما له ټولو خلکو که ښاریان دي که اطرافیان غوښتنه دا ده چې ټرافیکي قوانین رعایت کړي.»

په ښار کې د ګڼه ګوڼې زیاتوالی، د سړکونو تنګوالی او د خلکو له خوا د ټرافیکي قوانینو نه رعایت کول په کندهار کې د ټرافیکي پېښو زیاتېدو لاملونه ګڼل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist