Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې کوچیان: څاروي مو د لوږې او سړې هوا له امله د مرګ ګواښ سره مخ دي

admin by admin
2022/01/18

په سوېل پکتیا ولایت کې میشت یو شمیر کوچیان وایي،څاروي یې د سړې هوا او  لوږې له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. 

دوی وايي، له څو کلونو راهیسې یې د پاکستان حکومت پښتونخوا ته نه پریږدي،د واورو له کبله یې د پکتیا غرونو کې د څارویو لپاره د خوراک څه نه موندل کیږي او په خبره یې  ډېری څاروي د یخنۍ او لوږې له کبله مړه شوي هم دي. 

پکتیا کې میشت  یو کوچی  وايي:« سږ کال مو دلته دویم کال دی، نور کله به خوست ته تلو خو هلته نه ځاییږو. مخکې به ژمي کې کوچیان پښتونخوا ته تلل،خو اوس مو هلته  نه پریږدي. موږ څه وکړو؟» 

پکتیا کې میشت یو بل کوچی بیا وايي:« دوه میاشتې ورته پاتې دي، ټولې وزې لنګیږي له لوږې یې ټول بچیان واچول. مالداري مو له تباهۍ سره مخامخ ده.» 

کوچیان وایي، له څارویو پرته بل پوله پټۍ نه لري او پر وینا یې  اوس یې مالداري هم د ورکیدو له ګواښ سره مخامخ ده .

دوی همدا راز وایي، سون توکي او خپله هم د خوړو لپاره څه نه لري،د سړې هوا له کبله یې خیمو کې ماشومان په ډول ډول ناروغیو اخته شوي دي .

پکتیا کې میشت کوچی شیرخان وايي:« مالونه مو له لوږې مړه شول. موږ خپله هم د خوړو لپاره څه نه لرو. خیمې د واورې له کبله راباندې را چپه شوې. زموږ خو دا مالداري پوله او پټی دی.» 

کوچیان وایي، څو ځله یې د مرسته په موخه حکومتي دروازې ټکولي،خو غږ یې نه دی اوریدل شوی او اوس اړ دي،چې د ژوند د پایښت لپاره سوال وکړي. 

پکتیا کې میشت کوچی عجب ګل وايي:« ټوله ورځ سوال کوو وروره ، نور څه وکړو مرسته کې مو څو ځله نومونه ولیکل،خو تر اوسه چا هیڅ نه دي راکړي.د خدای لپاره له لوږې سره مخامخ یو.» 

کوچیان له کرنې مالدارۍ ریاست او مرستندویه بسټونو غواړي،چې د پاتې څارویو د ژوندي ساتلو لپاره دې ورسره د درملو او حیواني خوراکي توکو مرسته وکړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist