Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د آصف ادعا؛ د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي

د پاکستان دفاع وزیر: له افغانستان سره د خبرو بېرته پيل کېدو امکان لاهم شته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/12

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که ترکیه او قطر د خبرو بيا پیل لپاره هڅې وکړي، نو له دوی سره د ښو اړیکو په پام کې نیولو سره یې خبره پر ځمکه نه شي غورځولای او له افغانستان سره به بیا خبرې پيل کړي.

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې: « له افغان طالبانو سره د بیاځل مذاکراتو امکان شته. ځکه د ترکیی حکومت او خلک یې زموږ خیر غوښتونکي دي او پاکستان یې خبره نه شي ردولای.»

تردې مخکې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موجوده لانجې د حل لپاره د خبرو درې پړاونه له کومې نتیجې پرته پای ته رسېدلي.

خواجه اصف له دې وړاندې خبردارې ورکړې و چې که چیرې دا مذاکرات ناکامه شول، نو دوی به په پاکستان کې د نا امنۍ د هرې پېښې په صورت کې جدي غبرګون وښيي.

د نوموړي له دې څرګندونو وړاندې ګڼو پاکستاني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجوده ستونزو د حل لپاره پر مذاکراتو ټینګار کړی او دا یی د حل یوازینۍ لار بللې ده.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم وايي: « د ترکیې او قطر په څېر ځینې هېوادونه دېته نه ګوري چې پاکستان څه کوي، د دوی لوړ پوړي چارواکي پاکستان ته تللي، ترڅو پاکستان پوه کړي چې پر افغانستان له یرغل لاس واخلي او له ناوړه عواقبو یې خبر کړي.»      

افغان شنونکي هم د ترکیی او قطر هڅې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د را ولاړو شویو ستونزو د حل لپاره یو ښه فرصت بولي.

د دوی په باور، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل نه یوازې له سیاسي اړخه بلکې له اقتصادي اړخه هم د افغانستان په ګټه دی.

خو له دې خوشبینۍ سره سره، دوی دا وړاندیز کوي چې کابل باید د مذاکراتو د تېرو درېیو پړاوو په څېر د اسلام‌اباد نامعقوله او نا اړوند غوښتنو پر وړاندې کلک او ثابت دریځ ولري او د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره عمل وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « ښه به وي چې موږ له ترکیې، قطر او پاکستان سره په څلور اړخیزو ناستو کې خپل ملي دريځ او ملي ګټې لا ټینګ ونیسو او وکولی شو پاکستان وهڅوو چې له موږ سره خپله ستونزه او کشاله حل کړي. د ترکیې او قطر منځګړیتوب ښه فرصت دی، د دې دواړو هېوادونو په منځګړیتوب کولی شو د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته توپیر راکم کړو.»     

د پاکستان دفاع وزیر خواجه ‌محمد اصف داسې مهال له افغانستان سره د خبرو د بیا پيل د امکان په تړاو خبرې کوي چې په همدې اوونۍ کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist