Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه د شمالي ولایتونو له ۲ زره زیاتو زلزله ځپلو کورنیو ته مرستې برابروي

ملګري ملتونه د شمالي ولایتونو له ۲ زره زیاتو زلزله ځپلو کورنیو ته مرستې برابروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/12

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې(اوچا) په یوه راپور کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د زلزله ځپلو لپاره د مرستو او نورو اسانتیاو برابرولو خبر ورکړی.

د دې ادارې په يوه تازه راپور کې راغلي، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د روان کال د نومبر تر لسمې نېټې شاوخوا ۲ زره زلزله ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو، غیر خوراکي توکو او روغتیايي مرستې رسولې دي.

په دې راپور کې زیاته شوې، د دې مرستو لویه برخه هغو سیمو ته رسول شوې دي چې د زلزلې له امله په کې په لوړه کچه زیانونه اوښتي.

د اوچا د راپور یوه برخه کې راغلي: « تر دې دمه ترسره شوې بشردوستانه ارزونې ښيي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۶ تنه مړه او ۱۱۷۲ تنه نور ټپیان شوي دي. په ټوله کې ۳۰۲۷ کورونه زیانمن شوي چې له ډلې یې ۸۷۴ کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي او ۲۱۵۳ کورونه ویجاړ شوي دي. همدا رنګه د نومبر تر لسمې نېټې له ۲۲۰۰ زیاتو کورنیو بشري مرستې ترلاسه کړې دي.»

له دې سره، اوچا خوراکي توکو ته د زلزلې له امله د بې ‌ځایه شویو کورنیو محدود لاسرسي له امله د خوارځواکۍ زیاتوالي خبر هم ورکړی او زیاته کړې یې ده چې لس روغتیایي ټیمونه یې په سیمو کې ګومارلي او په خبره یې، ۹ نور روغتیایي ټیمونه هم تیار دي چې سیمې ته د فعالیت په موخه لاړ شي.

له بلې خوا، زلزله ځپلي بیا د هوا په سړېدو او د ژمي په را رسېدو سره د لا زیاتو مرستو غوښتونکي دي.

 د زلزلې له امله یو تن زیانمن شوی وايي: « د خلکو وضعیت ډېر خراب دی، تاسو وینئ چې موږ کورونه ویجاړ شوي او ماشومان مو بې سرپناه پاتې دي. مرستې باید هغو کسانو ته ورسېږي چې زیانمن شوي دي.»

یو تن زلزله ځپلی کس وايي: « خونې چپه شوې او دا دی ژمنی هم راغی، که نور څه نه کېږي نو خېمې د راکړي، تر څو سرپناه ولرو.»

په همدې حال کې سیمه‌ییز مسوولین د زلزله ځپلو اوسني حالت ته په اشارې وایي، له کورنیو مرستندویه ادارو سربېره یې یوازې د متحده عربي اماراتو مرستې ترلاسه کړې دي.

د بلخ والي ویاند عطا‌الله زید په دې اړه وايي: « له موږ سره د هېوادونو له خوا یوازې د عربي متحده اماراتو مرسته را رسېدلې ده. دغه راز، په ولایتونو کې موسسې هم مرستې کوي. تر ډېره ولایتي اداره او دولتي ارګانونه له خلکو سره په مرستو بوخت دي. یو څه مرسته په آقینې بندر کې له ترکمنستان څخه هم را رسېدلې ده.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره په داسې حال کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستو خبر ورکوي چې تېره ورځ د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره د خبرو پرمهال له زلزله ځپلو سره د یاد هېواد د بشري مرستو خبر ورکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist