Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: افغانستان باید په نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو کې خپلواک او بې پرې دریځ خپل کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/18

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په سیمه کې له سیالانو سره د امریکا ټکر په افغانستان منفي اغیز کوي،خو افغانستان باید په سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو کې بې  پرې پاتې شي او خپله خپلواکي وساتي. 

 د سیاسي  چارو کارپوه  قریب الرحمن شهاب  وايي:« امریکایان له افغانستان وتلی،ولې په سیمه کې د امریکایانواهداف تراوسه پای  رسېدلي نه ښکاری او د لویو قدرتونو ترمنڅ ټکر او د دوی د مخالفت زیاتوالی طبعا په افغانستان منفي اغیز لري،ځکه افغانستان د یوې داسې جغرافیې په توګه،چې تېر ۴۰ کاله په کې جنګ تېر شوی داسې مناسب بستر ده،چې هر لوری یې د بل مقابل کې کارولی شي. اوس په کار ده،چې افغانستان خپلواک او بې پري دریځ ولري او د دغو منفي رقابتونو له اغیزو ځان وژغوري.» 

سره له دې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو نږدې پنځه میاشتې تېرېږي،خو لاهم د امریکا ولسمشر د خپلو مخالفیونو له سختو نیوکو لاندې دی او د سرتېرو اېستلو په تړاو پرېکړه، د هغه ناکامه سیاست او د امریکا په تاریخ کې یوه شرم ناکه پېښه بولي.

اوس د امریکا د کانګرس او سنا یو شمېر غړي له ولسمشر جو بایډن غواړي،چې له افغانستانه له بې مسولیته وتلو وروسته هغو هېوادونو ته پام وکړي،چې امریکا ورسره په نړیواله او سیمه ییزه کچه ناندریز مسایل لري.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، په اوکراین کې د امریکا او ناټو ښکیلتیا او په مرکزي اسیا کې نوې نارامۍ د امریکا او د هغو د سیالانو لوبه بلل کېږي او دغه قدرتونه به د خپلو ګټو جګړه د افغانستان په څېر کمزورو هېوادونو کې په یو ډول جاري وساتي. 

دوی وايي، اوس روسیه هڅه کوي،یو وار بیا امریکا په افغانستان کې راښکیله کړي او د اکراین غچ له دې ځایه واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد شا اندړ  وايي:« د چین ځینې سوداګریز اعلانونه په افغانستان کې او د روسې نظامي تمرینات د افغانستان په پوله کې دوی اندېښمن کړي دي. روسیه هم دوه مخی سیاست کوي او کوښښ کوي،د اکراین موضوع  غچ له دوی واخلي او د امریکا پام یې یوځل بیا افغانستان ته را اړولی ده.» 

په افغانستان کې د امریکا د بیا ښکېلتیا تحلیلونه داسې مهال کېږي،چې واشنګټن د خپل پوځي حضور د پایته رسېدو پرمهال ویلي وو،چې پر افغانستان به له نږدې سیمې څار ولري.

د کارپوهانو  په باور دا هغه مخامخ ګواښ ده،چې روسیه، چین او ایران به امریکا سره په سیاسي او اقتصادي جنجالونو واړوي،چې په پایله کې به افغانستان لا پسې خراب وضیعت ته لاړ شي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« امریکا دوه لسیزې په افغانستان کې وه او دا پانګونه ورته په اخر کې بې ګټې تمامه شوه او ان د دې سبب شوې،چې امریکا د نورې نړۍ له مسایلو هم پښه وباسي،لکه اکراین د جګړې اشتها نه لري، په فزیکي توګه افغانستان ته نه راځي.ښایی په سیاسی لحاظ راشي، خو وخت غواړی.» 

د امریکا کانګرس غړو کار پیل کړی  دی، چې افغانستان کې د خپل ماموریت شل کلن بهیر و ارزوي، چې څنګه یې ماته خوړلې ده. 

د متحده ‌ایالتونو سیالو هېوادونو هم د افغانستان په مسله کې  د امریکا شل کلن حضور ناکام بللی او په ماته یې خندلي دي.

له اسلامي امارت  سره د دوحې تړون پراساس افغانستان کې د امریکا پوځي حضور شااوخوا پنځه میاشتې وړاندې په بشپړ ډول پایته رسېدلی،خپل سفارت یې تړلی او ديپلوماتیک ماموریت یې د قطر سفارت سمبالوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist