Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: دا تمه بېځایه ده چې افغانستان دې د پاکستانۍ کورنۍ ستونزې هوارې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/11

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د ترکیي په استانبول کې د افغان او پاکستاني لوریو ترمنځ د مذاکراتو ناکامېدو ته غبرګون ښودلی او له منځګړو هېوادونو یې غوښتي چې د دواړو خواوو ترمنځ د مذاکراتو د دوام لپاره دې هڅې جاري وساتي.

زلمي خلیلزاد پرخپله اېکس پاڼه د پاکستان پر دې غوښتنې سخته نیوکه کړې چې وايي افغانستان دې ټي‌ټي‌پي او د پاکستان ضد نورې ډلې مهار کړي.

نوموړي له پاکستان څخه د مسایلو په تړاو د واقع بینانه دریځ غوښتنه کړې.

خلیلزاد زیاته کړې: « پاکستان باید واقع ‌بین وي. دا تمه نه شي کولی چې افغانستان دې هغه کړنلاره ومني چې ټي‌ټي‌پي دې افغانستان ته را واړول شي او افغانان دې ورسره وجنګېږي. خو له دې ورها خوا، طالبان باید همکاري وکړي. د منځګړو هڅې لا پاتې دي او باید دوام ورکړي. همدارنګه اوربند هم باید دوام وکړي.»

خلیلزاد له دواړو خواوو غوښتي چې پرې نه ږدي خاورې یې د یو بل په ضد وکارول شي. هغه په دې اړه د کېدونکې موافقې لپاره يوې داسې ضميمې وړانديز هم کړی چې په کې د يادې موافقې د عملي کولو او څارلو لارې چارې تعريف شوې وي.

خليلزاد پر پاکستان له دې کبله هم تنده نیوکه کړې چې پخوا یې خپله د افغانستان ضد وسله ‌والو پر ملاتړ او مرستې اعتراف کړی، خو اوس غواړي خپل لاسونه پر اسلامي امارت پاک کړي او د افغانستان اوسني چارواکي د پاکستان په ضد په ورته عمل تورنوي.

خلیلزاد په دې اړه ویلي: « پاکستان په رسمي او علني ډول منلې چې مخالفو ډلو ته د پناه ورکولو او ملاتړ لارې یې د افغانستان پر وړاندې کارولې دي؛ نړۍ هم په دې پوهېږي چې پاکستان دا کار کړی دی. طالبان وايي چې اسلام‌اباد لا هم دا کار کوي. په ورته وخت کې پاکستان اوس پر طالبانو تور لګوي چې له تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي او هغوی ته یې پناه ورکړې.»

د چارو شنونکي باور لري چې له پاکستان سره په دوحې او استانبول کې د مذاکراتو پر مهال د افغانستان لوري دریځ او دلالیل ځکه پیاوړي وو چې مذاکراتي ټیم يې د یوه همه شمول ګواښ په توګه داعش د مهارولوغوښتنه کوله، خو مقابل لوري د خپلې کورنۍ ستونزې حل له افغان مرکچیانو غوښت.

دوی باوري دي چې ګاونډ، سیمه او نړۍ همدې ته په کتو باید له ځانه د ګواښ د لرې کولو لپاره هم باید په راتلونکي کې د ورته دریځ دفاع وکړي او د مذاکرې مقابل لوری منلو ته اړ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « اوس سیمې او نړۍ ته په کار ده چې پاکستان دېته اړ کړي چې دا یوازې د افغانستان یا د اسلامي امارت مشکل نه دی بلکې دا د ټولې سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی. پاکستان باید دېته اړ شي چې دا تروریستي ډله افغانستان ته وسپاري. څومره چې پاکستان د ټي‌ټي‌پي خبره کوي، دا لومړی ترهګره ډله نه ده، ځکه هغوی خپلې غوښتنې لري او غواړي هلته اسلامي شریعت نافذ کړي.» 

د نړیوالو اړیکو شنونکی مجتبی کوهکن وايي: « داعش یوه داسې ډله ده چې نه یوازې افغانستان بلکې ټولې سیمې ته ښايي ګواښ وي. افغانستان په تېرو ۴ کالو کې وکولی شول چې سیمه ییز اعتبار وساتي، که څه هم خپله د داعش قرباني و. افغانستان وکولی شول د داعش پر وړاندې ښه مبارزه وکړي او خپله خاوره ترې پاکه کړي.»           

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی داسې مهال د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د مذاکراتو احتمالي بيا پيل هرکلی کوي او له منځګړو هېوادونو یې د تسهیل غوښتنه کوي چې د يک‌شنبې په ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان حکومت او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ د منځګړيتوب او ملاتړ ډاډ ورکړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: پاکستان ښايي د کډوالو په جامه کې داعش افغانستان ته واستوي
افغانستان

خلیلزاد د قطر پخواني امیر پر مړینه خواشیني ښودلې

جولای 14, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: پاکستان ښايي د کډوالو په جامه کې داعش افغانستان ته واستوي

خلیلزاد د قطر پخواني امیر پر مړینه خواشیني ښودلې

جولای 14, 2026
د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist