Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

متقي: غواړو افغانستان له سیمې سره د یوه همکار په توګه پاتې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/17

د افغانستان بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیر خان متقي ترکمنستان ته د خپل سفر پرمهال وویل، غواړي افغانستان له  سیمې سره یو همکار په توګه پاتې شي.

متقي زیاتوي:«د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره مو خبرې په سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه وکړې او راتلونکې کې هغه کنفرانسونه،چې په سیمه ییزه کچه جوړیږي ګډون کوو او یو له بل سره به همکاري کوو.

هېله لرو،هغه توافقات چې شوي،هغه په عملي توګه پیل شي. د جنورۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه به د ترکمنستان یو پلاوی کابل ته راشي.»

تېر حکومت چې مشري یې هم د محمد اشرف  غني په لاس کې وه،خپل سیمه ییز سیاست له مرکزي اسیا پیل کړ.

اسلامي امارت په سیمه کې په هغو پروژو زیات تمرکز کړی دی،چې تېر حکومت یې په پلي کېدو کې پاتې راغی.

اوس کارپوهان وایي، اسلامي امارت غواړي،سیمې ته ډاډ ورکړي او د نوې پالسۍ پر اساس ور سره مخ ته ولاړ شي.

 د پوهنتون استاد  فیض محمد ځلاند   وايي:« طالبان په دې وروستیو کې کوښښ کوي،د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ له لارې نه یوازې پر نړیوالو فشار راولي،بلکې بشري مرستو او د افغانستان اقتصادي ټیکاو لپاره نوې پالیسي خپله کړي.

طالب مشران کوښښ کوي،سیمې ته ډاډ ورکړي،چې ترهګرۍ په اړه به ګډ عمل کوي، بریدونه به کوي،د سیمه ییز تروریزم د مخنیوي لپاره.» 

د بهرنیو چارو وزارت وایي، سیمې لپاره یې سیاست بریالی ده او افغانستان کولای شي، اوس په سیمه ییز اقتصادي اتصال کې مرکزي او محوري رول ولوبوي او په سیاسي لحاظ یې د پرمختګ ښکاره ټکي د دغو هېوادونو د سفارتونو پرانېستل او یو شمېر هېوادونو ته د استازو ټاکل دي.

بهرنیو چارو وزارت کې ډیپلوماټ ذاکر جلالي وايي:« زموږ باور دا ده،چې افغانستان کولای شي،په سیمه ییز اقتصادي اتصال کې مرکزي او محوري رول ولوبوي،ځکه چې له یوې خوا سرتاسري امنیت راغلی او له بل پلوه نوی حکومت ژمن او متعهد دی،چې د افغانستان له دغه ظرفیته به د هېواد د سولې او ثبات په اړه ګټه پورته کړي.

په سیاسي لحاظ افغانستان پرمختګونه کړي،د سیمې هېوادونو سفارتونه فعال دي او نوی حکومت توانېدلی، یو شمېر هېوادونو ته استازي وټاکي.» 

په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان بهرني او سیمه ییز سیاست تر ډېره امریکایي محوره وه، چې د کارپوهانو په باور د لودیځ او سیمې په اړه سیاستونه هغږي نه وه او بیلانس په ساتلو کې حکومت ناکام وه.

اوس به ولیدل شي،چې اسلامي امارت څومره بریالي کېږي،سیمه راښکیله کړي او افغانستان په ریښتیا هم د اتصال په برخه کې د عطف ټکی شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist