د هرات اوبه ولسوالۍ اوسېدونکي د هرات – غور لویې لارې له خرابوالي سخت اندېښمن دي.
دوی شکایت کوي چې سره له دې چې څو ځله د دې لارې د ترمیم او رغونې کارونه پیل شوي، خو هر ځل د نامعلومو دلایلو له امله نیمګړي پاتې شوي دي.
د دې لارې په اوږدو کې پراته ولسونه وایي، د لارې خرابوالي د خلکو د تګ راتګ ستونزې زیاتې کړې او په بېړنیو حالاتو کې یې ژوند ته هم ګواښ پیدا کړی، داسې چې ناروغان یې پر وخت تر هرات ښاره نه رسېږي.
د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي: « اکثره وختونه زموږ ناروغان د هرات روغتونو ته نه رسېږي او په نیمه لار کې ژوند بایلي. که څه هم اوبه ولسوالۍ کلینیک لري، خو دومره امکانات نه لري چې د هر ډول ناروغ درملنه په کې وشي.»
د دې لارې یو موټر چلوونکی نجیب الله وايي: « سړک ډېر زیات خراب دی، موږ مجبور یو چې په لارو یوه شپه تېره کړو، ترڅو منزل ته ورسېږو. مسافر او موټر چلوونکي دواړه سخت په تکلیف دي.»
د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکی محمد وايي: « لاره ډېره خرابه ده، ناروغ تر روغتون نه شو رسولی. له دولت غوښتنه کوو چې ژر تر ژره یې جوړه کړي.»
بله خوا، د هرات ځایي مسوولان ډاډ ورکوي چې د یادې لارې د جوړېدو چارې پيل شوې دي او په ټاکلي وخت به پای ته ورسېږي.
د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « په هرات ولایت کې د پراختیايي او زیربنايي پروژو په دوام، د هرات – غور سړک د ۵۰ کیلومټره سړک جوړونې کارونه هم عملا ً روان دي. په لومړي پړاو کې به د ۱۶ کیلومټره اسفالټ اچونې چارې بشپړې شي. محلي اداره هڅه کوي چې د اړوند ادارو او قراردادي شرکت په ملتیا، د دې سړک د رغونې پروژه په ټاکلي وخت بشپړه کړي.»
د هرات – غور لویه لاره ۴۸۰ کیلومټره اوږدوالی لري چې د غور، دایکنډي، بامیان او میدان وردک ولایتونو څخه له تېرېدو وروسته هرات له کابل سره نښلوي.