Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مالیې وزارت: ټول افغانان دې خپلې مالیې پر وخت ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/16

د مالیاتو اوونۍ په ناسته کې مسوولینو د مالیې راټولول او د مالیې ورکول د هېواد ځان بسیاینې لپاره مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې ټول خلک باید له ځنډ پرته مالیه ورکړي.

د مالیې وزارت چارسمبالی هدایت لله بدري وايي، مالیاتي سیستم کې د برښنایي اسانتیاو له رامنځته کېدو سره د فساد مخه نیول شوې او مالیه ورکوونکي د اضافي لګښتونو له ورکړې ژغورل شوي دي.

بدري مالیه ورکوونکو ته ډاډ ورک، چې د مالیاتي قوانینو او طرزالعملونو په ساده کولو او د مالیاتي دود په پیاوړي کولو سره د خصوصي سکتور ملاتړ کوي.

بدري زیاته کړه:« مالیه راټول د بیت المال هغه برخه ده،چې د تاسو د هوساینې او د هېواد د پرمختګ لپاره ترې کار اخېستل کېږي. مالیې وزارت ژمن دی،چې د مالیې راټولو پروسه د امکان تر حده شفافه،چټکه او اسانه کړي.»

سوداګرۍ وزارت له شتمنو او سوداګرو وغوښتل،چې د مالیې په ورکولو مالیاتي نظام پیاوړی کړي او ډاډ یې ورکړ،چې د هرې یوې افغانۍ ساتنه به کوي او ولس ته به حساب ورکوي.

ناسته کې د اطلاعات او کلتور چارسمبالي وزیر خیرالله خیره خواه وویل،مالیه د هېواد د ملا د تیر حیثیت لري او ولس دې د خپل هېواد او نظام ملاتړ وکړ

خیر خوا وايي، وزارت ډاد ورکو، چې شته اقتصادي ستونزې به ژر ختمې شي.

هغه زیاته کړه:« که موږ اوس خپل همت وکړو او صبر کوو، نو موږ او تاسې مخ پر کامیابۍ روان یو او که خدای مه کړ، د غرب تبلیغاتو ته غوږ نیسو او د خیرات لاسونه مو نیولي وي او تل  مو تمه بل چاته وي، بیا نو موږ ناکام یو.» 

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت  چارسمبالي وزیر مولوي نجیب الله حقاني هم په ناسته کې یې ګډون کړی و، وویل، که ملت د خپل هېواد ملي حیثیت او د نظام بقا ساتل غواړي،مالیه دې ورکړي او د لویدیځو منفي تبلیغاتو ښکار دې نه ګرځي.

حقاني زیاته کړه:«که موږ او تاسو په غور سره فکر وکړو او د حکومت لاسنیوی وکړو، ښايي له اوسنیو ستونزو ووځو. د یو رفاه هېواد خاوندان شو، نو زموږ او تاسو مالیه ورکول اساسات قوي کوي.» 

د کسبه کارانو ټولنې مشر نورالحق علوم  بیا وايي، د مالیاتو له ورکړې تېښته نه کوي چمتو د، چې پهروخت مالیه ورکړي،خو غوښتنه لري، چې مالیه دې د عوایدو مطابق واخېستل شي، قوانین او طرزالعملونه دې ورته ساده شي.

علومي زیاته کړه:« که موږ او تاسې ستونزمن او پېچلی مالیاتي سیستم ولرو، هم فساد رامنځته کېږي او هم له مالیاتو تېښته راځي، دا تجربې ثابته کړې او په تیر کې هم چې قوانین جوړ شول،همداسې مشکل و، ټول خبر دي.» 

د اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال بیا عبدالسلام حنفي بیا ډاډ ورکړ، چې فساد ختم شوی، پیسې شخصي جیبونو ته نه ځي، راټولېدل یې په شفاف ډول دي او چاته به اجازه ورنه کړي، چې بیتالمال غلا کړي.

حنفي زیاتوي:« اوسنی نظام، مسوول او ملت ته ځواب ورکوونکی دی. که یوه افغانۍ د مالیې په نوم راټوله شي، هغه بېرته پر ولس مصرف کېږ. موږ دا ډاډ ټول ملت ته ورکوو.»

د رییس الوزرا مرستیال وایي، روسي شرکتونو افغانستان کې د ګازو یو کان  ورته په ګوته  کړی،چې د اټکل له مخې تر درې تریلیون متر مکعب ګاز لري،چې په وینا یې که استخراج شي، له درکه به یې افغانستان هر کال ۲ اعشاریه ۵ ملیارده ډالر ترلاسه کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist