Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمران خان: که ا.ا پر رسمیت ونه پېژندل شي افغانان به سخت بشري ناورین سره مخ شي  

د پاکستان لومړي وزیر وروستیو څرګندونو د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/16

د پاکستان لومړي وزیر د کابینې غړو سره ناسته کې د کورنیو مسایلو سربېره د افغانستان بشري ناورین په تړاو هم خبرې کړي او له هغوی یې غوښتي،چې له دوستو هېوادونو سره

همکاري  وکړئ.

عمران خان له یو شمېر خپلو وزیرانو غوښتي،چې افغانستان ته داسې متخصص کسان ولېږئ،په روغتیايي، مخابراتو او بانکداري برخه کې وړتیاوې ولري،ترڅو هلته  د بشري ناورین مخنیوی وشي.

د خان دغو څرګندونو دعامو افغانانو او پخوانیو چارواکو او سیاسیونو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي،افغانستان زرګونه مسلکي، تجربه لرونکي، متخصصین او لوستي ځوانان لري او په دې برخه کې د هېڅ هېواد مرستې ته اړتیا نه شته دی. 

هغه زیاته کړې:« افغانستان مجربه متخصصین کادرونه او سلګونه زره ښځينه او نارینه ځوانان چې په دننه افغانستان او بهر کې یې لوړ تحصیلات کړي دي،په واک کې لري. افغانستان ته د بهرني کاري ځواک رالېږلو ته هېڅ اړتیا نشته دی او نه دا تشته محسوسېږي.» 

له  سیاسونو سربیره زرګونه عامو افغانانو هم د عمراخان څرګندونو ته غبرګون ښودلی او زیاتو ځوانانو هغه ننګولی،چې د خپل هېواد لپاره بې تنخواه شپه او ورځ کار کولی شي.

د خواله رسنیو  کاروونکي سلیم یعقوبي په خپله پاڼه هېشتګ کارولی او ویلي یې دي:«زه حاضر یم،د هېواد د ښه راتلونکي لپاره په رضا کاره توګه د شپې تر لسو بجو کار وکړم. تر څو راتلونکی نسل مو د پنجابیانو له پیغوره خلاص کړو. عمرانه! موږ کؤلای شو،خپل هېواد مو آباد کړو، تاسو یوازې جنګونه مه رالېږئ. موږ پریږدئ،چې کار وکړو او دا هېواد  زرغون کړو.»

د عمران خان د څرګندونو په اړه د عامو افغانانو غبرګونونه توند خو ویشلي دي.  یو شمېر فعالانو خان ننګولی دی،چې د بشري قوې پرځای دې د هندوستان له خوا افغانانو سره د غنمو مرستې لېږد ته اجازه ورکړي،خو ځینو بیا هغه لوستي او مسلکي افغانان چې تیرو څو میاشتو کې له افغانستانه بهر ووتل ننګولي دي.

محمد نعمان  پر خپله  ټویټر پاڼه لیکلي:« د عمران خان دغه خبره،چي غواړي، افغانستان ته پاکستانې بشري قوه ولېږي، د هغوﺉ پر ضمېرونو د لعنتونو سیلاب دی،چي پوره شل کاله یې د بیت المال په لګښت تحصېل او زده کړي وکړې، خو اوس له هېواده بهر کمپونو کي غمجني ټپې وایي.» 

له دوی سربیره زرګونه افغانانو د عمران خان څرګندونو ته چې د افغانستان اوسنی حکومت یې د مسلکي او متخصصو کارکوونکو له کمښت سره مخ بللی دی،غبرګونونه ښودلي دي.

اخوا اسلامي ‌امارت بیا دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان په کافي اندازه متخصصین،مسلکي ځوانان، علمي کادرونه او تجربه لرونکی بشري ځواک لري او په دې برخه کې د هېوادونو مرستې ته اړتیا نه لري.

د پاکستان لومړي وزیر عمران ‌خان داسې مهال خپلو وزیرانو سره ناسته کې افغانستان ته د بشري قوې رالېږلو یادوونه کوي،چې پرافغانستان د اسلامي ‌امارت له واکمن کېدو سره نږدې ۱۵۰ زره افغانان یوازې امریکا ته ووتل،چې ښايي سلګونه تنه یې د پخواني حکومت مامورین وو.

اسلامي‌امارت وايي، د تیرو حکومت ملکي مامورین پرخپل ځای پاتې دي او عملا خپلو دندو ته راځي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist