Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کې د ۶ ښوونځیو ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

هلمند کې د ۶ ښوونځیو ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/06

دا په مارجې ولسوالۍ کې یو له هغو شپږو ښوونځیو دی چې د جوړولو چارې یې بشپړې او نور به زده کونکي په کې خپل لوست ته دوام ورکوي.

مسوولین وایي، دا ٦ ښوونځي د یونیسف په مالي ملاتړ د څه باندي٥٠ میلیونه افغانیو په لګښت په عصري او معیاري ډول جوړ شوي دي.

د دوی په خبره، په همدي جنوبي ولسوالیو کې د دوو نورو ښوونځیو لپاره هم د ودانیو جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

د هلمند پوهني ریاست ویاند احسان الله الهام وايي: « د هلمند ولایت په جنوبي ولسوالیو کې اته ښوونځي وو چې له ډلې یې نن د شپږ بابو ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې. دا ودانۍ په خانشین، مارجې، نادعلي، ګرشک او باباجي ولسوالیو کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوې. همدارنګه په ناوې او ګرمسېر ولسوالیو کې د دوو نورو ودانیو چارې یوڅه پاتې دي او په نږدې ورځو کې به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.»

د پروژې انجینر کلیم الله احمدي وايي: « په دې پروژه کې اته ښوونځي شامل دي چې په مختلفو ولسوالیو کې دي. له دې ډلې ۶ ښوونځي ګټه اخیستنې ته وسپارل شول او پاتې دوه نور به هم نږدې راتلونکي کې ګټه اخیستنې ته وسپارو. د دې ښوونځیو هره ودانۍ د ۶۰۰ تنو زده کوونکو ظرفیت لري.»

که څه هم دې ولسوالۍ کې بیارغنیزې چارې روانې دي، خو مسوولین يې وايې، په دې ولسوالۍ کې اوږدمهالې جګړې ډېر زیان اړولی او لا ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.
د مارجې ولسوالۍ د پوهني آمر احسان الله ثانوي وايي: « موږ له مسوولینو ډېر خوښ یو چې زموږ په ولسوالیو کې یې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړې. دا کار زموږ د عمومي زده کړو په برخه کې لوی ګام او لاسته راوړنه ده. زموږ نور ښوونځي هم ودانۍ نه لري او غوښتنه کوو چې نورې ودانۍ هم منظورې شي.»

د مارجې اوسېدونکي او زده کونکي هم د دې ښوونځیو رغول مهم بولي او په دې ولسوالۍ کې د لازیاتو پرمختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.

د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی سلطان محمد وايي: « ډېر خوښ یو چې دا ودانۍ جوړې شوې، خو بیا هم څه نا څه ستونزې لري. مثلا ً د ښوونځي ملازم تر څلورو بجو وي، موږ غوښتنه کوو چې د شپې هم پاتې شي. بله ستونزه دا ده چې اوبه نه لري، موږ غوښتنه کوو چې یوه برمه هم ورته ووهل شي، څوکۍ او مېزونه ورته چمتو شي.»

زده کوونکی بشیر احمد وايي: « موږ له دې وړاندې په کنډوالو کې سبقونه ویل او له لرې ځایونو به راتلو. اوس هم ودانۍ شته او هم نږدې شوه.»

د یادولو وړ ده چې وړاندې له دې هم د هلمند په ځینو شمالي ولسوالیو کې ١١ بابه ښونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټه اخیستنې ته سپارل شوې وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist