Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: شمال کې د زلزلې زیانمنو شویو ته بېړنۍ مرستې رسوو

ملګري ملتونه: شمال کې د زلزلې زیانمنو شویو ته بېړنۍ مرستې رسوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/05

په سمنګان او بلخ کې له مرګونې زلزلې وروسته د نړيوالو سازمانونو او هېوادونو له لوري د مرستو لړۍ پيل شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، په دې ولايتونو کې رامنځته شوی وضعيت له نږدې څاري او زيانمنو شویو افغانانو ته يې د رسېدنې لپاره د بېړنيو مرستو رسولو ژمنه کړې.

دې سازمان يوځل بيا د شاوخوا څلور میليارډ ډالرو هغې بسپنې يادونه کړې چې په افغانستان کې يې بشري وضعيت ته د رسېدنې لپاره غوښتنه کړې وه. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال يې له يادې اندازې يوازې ۲.۴ میليارد ډالر ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي: « د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله رامنځته شوی وضعیت له نږدې څارو. زموږ ټوله هڅه دا ده چې په سیمه کې د زلزله ځپلو لپاره پر وخت او اړینې مرستې ورسوو. موږ هلته په سیمه کې له ځایي ټيمونو سره په ګډه د بشري مرستو په رسولو بوخت یوو.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونیسف) او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو‌اېچ‌او) هم بلخ او سمنګان ولایتونو ته د خپلو مرستندويه ټيمونو د لېږلو خبر ورکړی.

په افغانستان کې د یونیسف استازی تاج الدین ایوالې وايي: « یونيسف او شریکان مو په سیمه کې حاضر دي او چمتو دي چې له ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره ژغورونکې مرستې وکړي.»

له دې سره، د اسلامي همکاریو سازمان هم د دې سازمان له غړیو هېوادونو او مرستندویه ادارو غوښتي چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله زيانمنو شویو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان منشي حسین ابراهیم طه وايي: « موږ له ټولو هېوادونو او بشري سازمانونو څخه وغوښتل چې د ناورین له امله زيانمنو شویو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړي او پر خپلو بشري ادارو او شریکانو غږ کوم چې قربانیانو ته اړینې مرستې ورسوي.»

هند هم د زلزلې په پايله کې پر اوښتو ځاني او مالي زیانونو خواشیني ښودلې او له زيانمنو شویو سره یې د مرستو لومړنۍ جوپه افغانستان ته سپارلې. دې هېواد ډاډ ورکړی چې ژر به د درملو او اړينو توکو بله جوپه هم افغانستان ته واستوي.

د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر وايي: « د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه غم شریکي کوم. موږ دغه راز خپلې عاجلې بشري مرستې چې په کې ۱۵ ټنه خوراکي توکي شامل دي، د افغانستان حکومت ته تسلیم کړي. ډېر ژر به د درملو او خوراکي توکو په برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړو.»

بل پلو بریټانيا، سعودي عربستان او قطر هم د وروستۍ زلزلې له امله زيانمنو شویو سره د مرستو ډاډ ورکړی.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي: « د قطر دولت د زلزلې له قربانیانو، سرپرست حکومت او خلکو سره خواخوږي شریکوي او د ژوبلو شویو کسانو د ژر رغېدو هیله لري.»

حکومت د هېوادونو مرستې مهمې بولي او غوښتنه کوي چې پر وخت زلزله ځپلو ته مرستې ورسوي او له نړیوالو هم غواړي چې بشري مرستې له سیاست سره ونه تړي او په بېړه د مرستو لپاره لاس په کار شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « اسلامي امارت هڅه کوي چې د مرستو په راټولولو سره د هېواد په شمال کې زلزله ځپلو خلکو ته مرستې ورسوي. موږ له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو هم غوښتنه کوو چې زموږ له خلکو سره مرسته وکړي. په همدې تړاو ځینو هېوادونو لېوالتیا هم ښودلې ده.»

د دوشنې په شپه سمنګان، بلخ، بغلان، بدخشان، جوزجان او سرپل ولايتونه د ريښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې ولړزول چې په پایله کې یې ۲۱ تنه شهيدان او ۷۹۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist