Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له امریکا د چین غوښتنه؛ د افغانانو کنګل شوې شتمني خوشې کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/11

د چین دبهرنیو چارو وزارت  په افغانستان کې د روان بد اقتصادي وضیعت د مسوولیت ګوته امریکا ته نیولې او پر یاد هېواد یې غږ کړی دی،چې خپلې تېروتنې جبران کړي او په دې تړاوخپل نړیوال مسولیت وپیژني. 

د یاد وزارت ویاند وانګ وینبین وايي،واشنګټن دې د افغان ولس کنګل شوې شتمني ازاده کړي او پر افغانستان لګولي اقتصادي بندیزونه دې لرې کړي.

وینبین زیاتوي:« موږ له امریکايي لوري غواړو،چې په خپلو تېروتنې غور وکړي، خپل نړیوال مسوولیت ته اوږه ورکړي او د افغانستان کنګل کړې پیسې خوشې کړي او ترڅنګ یې پر افغانستان لګولي بندیزونه هم ژر تر ژره لرې کړي.» 

کابل د بجینګ  له دغه دریځ او غوښتنې هرکلی کړی او له افغان ولس سره یې د مرستو په برخه کې ښه ګام ګڼلی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي،  امریکا دې د افغان ولس کنګل شوې شتمني له قید او شرط پرته راخوشې کړي او په اوسنیو شرایطو کې چې افغانانو له یوه بد وضیعت سره مخ دي، نړیوال مرستندویه بنسټونه دې ورسره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي .

کریمي زیاته کړه:« له افغانانو سره د همکارۍ په برخه کې،چې هرڅوک غږ پورته کوي،موږ یې هرکلی کوو. دا ښه ګام دی،باید د افغانانو کنګل شوې پیسې له قید او شرط پرته راخوشې شي. د افغانانو غوښتنه هم همدا ده،چې له دې علاوه نور یې هم لاس نیوی وشي، د مقدرو هیوادونو او مرسته کوونکو بنسټونو له لوري باید ورسره مرسته وشي او ټول باید له افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.» 

له دې وړاندې په کابل کې په همدې موخه لاریونونه  ترسره شول،چې امریکا دې د افغانستان شتمني له کنګل وباسي او اقتصادي بندیزونه دې ترې لرې کړي،خوپه دغه برخه کې واشنګټن لاهم په خپل دریځ ولاړ دی .

دا خبرې داسې مهال کېږي،چې له تیرو پنځه میاشتو راهیسې امریکا په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالر کنګل کړي،چې له امله یې د افغانستان بانکي نظام د سقوط له ګواښ سره مخ شوی او میلیونونه افغانان یې له اقتصادي ناورین سره مخ کړي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist