Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: نړۍ افغانستان کې په غیر رسمي ډول ښکېله ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/11

د سیاسي چارو یو شمېر  کارپوهانو په باور،که څه هم اوس تعاملات موجود دي او په غیر رسمي ډول نړۍ په افغانستان کې ښکېل ده او د رسمیت نه پیژندلو کړکیچ به دومره جدي نه وي،ځکه د افغانستان سیاسي ثبات ته د سیمې اړتیا هم ده.

د سیاسي چارو کارپوه بلال فاطمي وايي:« موږ فکر نه کوو،چې حالت دومره خرابۍ خواته لاړ شي او په رسمیت یې ونه پیژني. ځکه اوس داسې ښکاري،چې مراودې له ټولو سره شته دی. کیدای شي په چین او روسیه کې هم دوی خپل غړي بدل کړي او په رسمیت پیژندل به پیل شي. حالات به بهترۍ لور ته ځکه ځي،چې دا حالت د هیچا پر ګټه نه دي.»

خو یو شمېر نور دا مني،چې د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ فعال تعامل موجود دی،خو د اړیکو دغه کچه له اوسنیو ستونزو د وتلو لپاره په اوږدمهال کې بسنه نه کوي.

کارپوهان وايي، نړیوال مشروعیت او رسمیت  هغه وخت ممکن دی،چې د افغانانو ترمنځ کورنی تفاهم رامنځ ته شي.

د سیاسي چارو  کارپوه  صفت الله ساپی:« په اوږدمهال کې، په داخل کې یو افغاني جوړښت ته اړتیا لري،داسې یو بنسټ رامنځ ته کول،چې نړیوال په نهایت کې پوره مشروعیت ته منتج شي. دا هغه څه دي،چې نښې یې لا ښکاري اما په دې کې عملي اقدامات له نه دي شوي دي. په دغه برخه کې د حکومت لپاره په کار ده،چې د افغانانو ترمنځ داخلي تفاهم رامنځ ته کړي.»

اخوا پاکستاني چارواکو پر اسلامي امارات نیوکه کړې،چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د طالبانو نامشخص دریځ به پر اسلامي‌امارت د نړیوالو بې باوري زیاته کړي.

که څه هم د اسلامي امارت د لومړۍ او دویمې واکمنۍ ترمنځ د دوه لسیزو توپیر دی،خو تېر ځل هم اسلامي امارات تر پنځه کلونو پورې پرته له څو محدودو هېوادونو د نړیوالو له خوا په رسمیت نه و پیژندل شوی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist