Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تازه راستانه شوي کډوال: د پاکستان پوځي رژیم پولیس له افغانانو سره سخت او ناوړه چلن کوي

تازه راستانه شوي کډوال: د پاکستان پوځي رژیم پولیس له افغانانو سره سخت او ناوړه چلن کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/04

۵۵ کلن بادام چې اصل کې د لغمان اوسېدونکی دی او په خبره یې د پاکستان په پنجاب ایالت کې یې ژوند کاوه وايي، پاکستاني پولیسو ورسره ناسم چلن کړی او په  داسې حال کې یې خپله کډه بار کړې چې د کور نیم وسایل ترې پاتې او د ۲۰ میلیونه پاکستانیو روپیو کور یې له مجبوریته په ۸ میلونه روپیو خرڅ کړی دی.

د ده په خبره، پاکستان کې د کډوالو پر وړاندې د دې هېواد د پولیسو چلن تر پخوا څو برابره له افغانانو سره سخت شوی.

له پاکستان تازه راستون شوی بادام وايي: « ما په پنجاب کې ډېر وخت تېر کړی، هلته مې دوکانونه، موټر او نورې شتمنۍ وې. هرڅه رانه پاتې شول او پولیسو دومره ظلم راسره وکړ چې هېڅوک یې چا سره نه کوي. زما پيسې، شتمنۍ او ټول حساب کتاب هلته پاتې شول. ما د ۲۰ میلیونه کور په ۸ میلونه خرڅ کړ.»

د بادام په خبره هېواد ته په راتګ خوښ دی او په خبره یې ټول افغان کډوال باید په عزت سره خپل هېواد ته را ستانه شي او د هېواد په ابادۍ کې پانګونه وکړي.
له کډوالۍ راستون شوی بادام وايي: « زه له نورو کډوالو هم غواړم چې خپل وطن ته راشي، ځکه دلته اوس امن دی. خپل وطن، ګل وطن؛ زموږ غوندې وطن هېڅ ځای نه شته.»

په ورته مهال، تورخم کې د کډوالوعمري کمپ مسوولین وايي، امکان شته چې د کډوالو را روانه څپه کې د راستنېدونکو شمېر تر پخوا زیات شي، ځکه یې چمتو والی تر پخوا ډېر کړی.

مسوولین وايي، د کډوالو د را روانې څپې مدیریت په برخه کې مرستندویه ادارو او موسسو هم د همکارۍ ډاډ ورکړی.

تورخم کې د عمري کمپ مسوول محمد هاشم میوند وال وايي: « په مجموع کې ټولې کمېټې تر پخوا ښې چمتو دي، ځکه موږ له دې څپې ډېره وېره لرو او اټکل کوو چې دا څپه به تر نورو یو په درې زیاته وي. موږ ورته چمتوالی لرو او نړیوالو موسسو هم چمتوالی ښودلی او وايي، خپل امکانات او پرسونل به درې برابره زیات کړي.»

د یادونې وړ ده چې د روانې شنبې په ورځ پاکستاني لوري له نږدې یوې میاشتې لارو تړلو وروسته د کډوالو د را اوښتلو لپاره خلاصه کړه او سلګونه هغه کډوالې کورنۍ چې له فرضې کرښې هاغاړه بند پاتې وې، هېواد ته را ستنې شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist