د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په خپل ټوېټر کې لیکلي چې د افغانستان د راتلونکې پرېکړه یوازې افغانان کولای شي او داسې څه نشته چې د افغان حکومت بدیل شي.
هغه ویلي چې افغانستان خپلواک هېواد دی او د هېڅ وګړي په ګډون هېڅ هېواد حق نه لري چې په افغانستان کې د نوي حکومت او یا د سولې بهیر په تړاو پرېکړه وکړي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانانو پر قربانیو باندې به هېڅ ډول معامله ونشي.
د محب دغه څرګندونې هغو ګنګوسو ته ځواب دی چې ګنې طالبانو له امریکایانو سره په خبرو کې د موقت حکومت غوښتنه کړې وه.