راپورونه وايي چې نا څرګندو وسله والو په پېښور ښار کې دا داعش خراسان څانګې مهم غړی نصرت چې پر پهلوان هم مشهور و، وژلی دی.
په راپورونو کې د سرچينو په حواله راغلي، نوموړي په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په کابل او يو شمېر ولايتونو کې د ځينو بريدونو پلانونه چمتو کړي وو.
د راپورونو پر بنسټ، له اسلاماباد، کراچۍ او بلوچستان وروسته پېښور څلورم هغه ښار دی چې د پاکستان پوځي رژيم تر حاکميت لاندې د داعش ډلې غړي په کې د نا پېژاندو وسله والو له خوا په نښه کېږي او دا ثابتوي چې داعش ډله د پاکستان په ټولو ښارونو کې فعال حضور لري.
پخواني امريکايي ډېپلومات زلمي خلیلزاد په پېښور کې د داعش خراسان څانګې مهم غړي په نښه کېدل د اسلام اباد لپاره ښه خبر بللی.
خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « د پاکستان لپاره ښه خبر دی چې په پېښور کې ناپېژاندو وسلهوالو د داعش خراسان څانګې مهم غړی وژلی. هغه څوک چې په کابل او ورڅېرمه سيمو کې يې د بريدونو پلان درلود.»
د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د بلوچستان په مستونګ او يو شمېر نورو سيمو کې د پاکستان پوځي رژيم د سيمې بې ثباته کولو لپاره د داعش خراسان څانګې ته روزنيز کمپونه جوړ کړي اود بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ له خوا يې مخالفت هم شوی دی.
هغه مهال په خواله رسنيو کې د بلوڅ فعالانو د يوې مشرې صبيحه بلوڅ هغه ويډيو هم خپره شوې وه چې په بلوچستان کې يې د اسلاماباد له لوري د داعش ملاتړ په اړه په کې څرګندونې وکړې.
بلوڅانو د حقونو فعالې صبيحه بلوڅ ویلي: « د پاکستان حکومت د بلوچستان په مستونګ کې د سيمې بې ثباته کولو لپاره د داعش مرکزونه جوړ کړي او اکمال کوي يې.»
د سيمهييز وضعيت څارونکي د پاکستان په مهمو ښارونو کې د داعش د مهمو غړيو وژل کېدو ته په اشارې وايي، اوسمهال نړيواله ټولنه او په ځانګړي ډول امريکا د اسلاماباد له هغو پاليسيو سره بلده ده چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د سيمهييزو کړکيچونو رامنځته کېدو ته زمينه برابروي.
د سياسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: «څو اوونۍ وړاندې په کراچۍ کې هم د داعش یو غړی ووژل شو، اوس نړۍ ته څرګنده شوه چې پاکستان د ترهګرو ډلو د روزنې ځای او پناه ګاه ده. د امریکا ډېپلوماټیکې ادارې هم تېره اوونۍ دا خبره وکړه او تایید کړه چې پاکستان د داعش او القاعدې پټنځای دی.»
د سياسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: «اوس نه یوازې د سیمې هېوادونو بلکې نړۍ ته هم څرګنده شوه او په امریکايي رسنیو کې هم دېته اشاره وشوه چې داعش ډله د پاکستان ترکنټرول لاندې بلوچستان کې مېشته ده. د پاکستان پوځ له دې ډلې د بلوڅانو په ځپلو کې کار اخلي، افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته یې استوي او حکومتونه یې پرې ګواښي.»
په ترکيه کې د پاکستان پوځي رژيم او اسلامي امارت ترمنځ د درېيو ورځو بې پايلې مذاکراتو پرمهال له پاکستاني پلاوي د اسلامي امارت يو مهمه غوښتنه هم په خیبرپښتونخوا او پاکستان کې د داعش د مېشتو غړيو ورسپارل وو. پاکستاني لوري له يادو غوښتنو څخه انکار کړی او تر خپل حاکميت لاندې سيمو کې يې د داعش حضور نه دی منلی.