Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قزاقي چارواکو ته د نورالدین عزیزي ډاډ: افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره ده

قزاقي چارواکو ته د نورالدین عزیزي ډاډ: افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/29

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قزاقستان د ترکستان له والي سره په لیدنه کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا سربېره، پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کړې.

نور الدين عزيزي په استانې کې د افغان-قزاق اقتصادي نندارتون له جوړېدو هرکلی کړی او په افغانستان کې يې د کرنې او زراعت، ودانیزو چارو او کانونو په برخو کې د سوداګریزو  چارو او پانګونو په اړه موجوده فرصتونه روښانه کړي دي.

عزيزي د ترکستان والي ته بلنه ورکړې چې د ګډو همکاریو د فرصتونو ارزونې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: « ښاغلي عزیزي په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د سرتاسري امنیت، اداري بیوروکراسۍ کمولو او د کورني او بهرني خصوصي سکټور لپاره د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ، د ترکستان والي ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي، د همکارۍ لپاره نور فرصتونه ولټوي او په راتلونکو کنفرانسونو او سوداګریزو نندارتونونو کې برخه واخلي. په پایله کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي صادراتي توکو د لېستونو پر تبادلې او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګډو غونډو او اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.»

دواړو لوریو د صادراتي بالقوه اقلامو د نوملړ پر تبادلې او د اقتصادي اړیکو د تقویت لپاره د غونډو او اړیکو پر دوام هم ټينګار کړی.

شنونکي بيا د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو زیاتېدل د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي او باور لري چې د يادو اړيکو پر بنسټ به افغانستان د خپلو توکو پلورلو لپاره د پاکستان بديل بازارونه پيدا کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « موږ باید پاکستان متوجه کړو چې پر څلورو قوانینو عمل وکړي، لکه د افغانستان او پاکستان دوه اړخیز قانون، د ایکو سازمان مکلفیتونه، د سارک سازمان مکلفیتونه او هغه نړیوال مکلفیتونه چې د ملګرو ملتونو له خوا په وچه پورې نښتو هېوادونو لپاره تصویب شوي. په دې قانون کې هغه هېوادونه چې کولی شي په وچه ک حصار هېوادونه نړیوالو اوبو ته ورسوي، ځینې مکلفیتونه لري. پاکستان باید دا مکلفیتونه رعایت کړي.»

افغانستان ته واردېدونکو قزاقي توکو ډېره برخه ګاز، تېل، ساختماني مواد، غنم، درمل او کرنیز توکي جوړوي، خو افغانستان بیا قزاقستان ته قره قل، غالۍ، مرمر ډبرې، سبزي، وچې او تازه مېوې صادروي.

ځیني نور شنونکي په دې باور دي چې استانې ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر سفر کولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګريزې ستونزې کمې او برعکس د راکړې ورکړې کچه زياته کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « هغه بحثونه چې د افغانستان په استازیتوب هلته کېږي، باید په کې د نویو پانګونو د جذب، خصوصي سکټور پیاوړي کولو، په نورو هېوادونو کې د افغانستان د تجارت او ټرانزیټ لپاره فرصتونه ولټول شي.»  

له دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې قزاقستان سره د ۲۹ میلیون ډالرو صادارت او  ۱۹۵ میلیون ډالر په ارزښت وارادت درلودل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist