پاکستان حکومت ویلي، په نږدې ورځو کې به د ملي امنیت شورا سلاکار د معید یوسف پر مشرۍ یو لوړی پوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي.
د سفر موخه د ځينو مهمو مسایلو پرسر له افغان لوري سره خبرې اترې ښودل شوي دي.
پاکستاني رسنیو بیا خبر ورکړی دی،چې د سفر مهمه موضوع به پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار تیرول وي،هغه چې د افغانستان نوي حکومت یې پر ضد کلک دریځ نیولی دی.
پر تیر حکومت د عامو خلکو یوه نیوکه دا وه،چې ګنې په ښکاره یې پاکستان ته اجازه ورکړې،چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه اغزن تار تیر کړي.
پاکستان کابل ته د دغه لوړپوړي پلاوي د سفر خبره داسې مهال کوي،چې په دې وروستیو کې یې پر ډیورنډ فرضي کرښه د کټارو پر سر له اسلامي امارت سره اړیکو کې ترینګلتیا راغلې ده.