Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خوړو نړیوال پروګرام:افغانستان کې د بشري مرستو په موخه روان کال لپاره ۲.۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/08

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ( ډبلیو. ایف. پي)اندېښنه ښودلې،چې د وچکالۍ، په بیو کې لوړوالی او د تېر نظام سقوط هغه عمده لاملونه دي،چې نږدې ۲۳ میلیونه خلک یې له لوږې سره مخ کړي دي.

افغانستان کې د یاد پروګرام ویاند شیلي ټاکرل د امریکا له جمهوري راډیو سره په مرکه کې ویلي،په ۲۰۲۲ کال کې افغانانو ته لږ تر لږه د اوړو او غوړیو چمتو کولو لپاره تر ۲ اعشاریه ۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

ټاکرل زیاته کړې:« د دې لپاره چې موږ په ۲۰۲۲ کال کې افغانانو ته خواړه ورسوو، د خوړو نړیوال پروګرام ۲ اعشاریه ۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. ډېری خلک اوس ان ترکاري نه لري او له  دې سره د خوارځواکۍ کچه کې هم لا لوړوالی روان دی. د خوړو کمښت او نه شتون د نورو  پرتله پر مېندوارو ښځو او ماشومانو ډېر اغیز کړی دی.» 

ټاکرل ویلي،دا مني،چې افغانستان یو غریب هېواد دی او خلکو یې په سختو شرایطو کې ژوند کړی دی، خو اندېښنه یې له دې ده،چې دا ځل د غریبي دا لمن تر لویو ښارونو رارسېدلې ده.

ټاکرل زیاتوي، افغانستان کې پر واټونو ترکاري پلورل کېږي،خو د تاسف خبره دا ده،چې خلک پیسې نه لري،تر څو هغه وپیري.

 هغې زیاته کړې:«د کابل پر واټونو خوراکي توکي پلورل کیږي،خو له خلکو سره د هغوی د پیرلو پیسې نشته دی. خلک د خوراکي توکو او د کوټو د ګرمولو لپاره د سون توکو د پیرلو لپاره د پیسې د برابرولو په موخه د کور توکي او په ځینو سختو  وختونو کې ان خپل ماشومان پلوري.»

د خوړو نړیوال پروګرام ویاندې ویلي،سخته وچکالي، په بیو کې لوړوالی او سیاسي تحول چې له امله یې سلګونه زره خلک بې روزګاره شوي،هغه عمده لاملونه دي،چې تر ۲۳ میلیونه افغانان یې د لوږې پر ټغر کینولي دي.

شیلي ټاکرل وایي،بې کاره شوي ښوونکي او کارګران په افغانستان کې هغه خلک دي،چې په لومړي ځل  د خوړو نه خوندیتوب او کمښت تجربه کوي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي بیا ویلي داسلامي نظام په راتګ سره یې افغانستان له اقتصادي بحرانه ژغورلی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist