Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مزارشریف کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ پرانستل شو

مزارشریف کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ پرانستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/28

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ښاروالۍ او خصوصي سکټور په مشارکت تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ تازه ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

 دا مارکېټ د ۲۴۷ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د ۲۰۰ هټیو په درلودلو سره د ۷ کالو په موده کې پر څه باندې ۳ جریبه ځمکه جوړ شوی. مسوولین یې موخه د ښاري نظم رامنځته کول، د سړکونو له څنډو د غیرمنظمو کاروباریانو لېږدول او ښاري ښکلا بولي.

د مزارشريف ښاروالۍ سکټوري رییس محمد جاوېد مایار وايي: « د خصوصي سکټور له خوا یې د ۲۴۷ میلیونه افغانیو په پانګونې سره کارونه په لوړ کیفیت پای ته رسېدلي. تاسو ګورئ چې د پارکېنګ په ګډون په کې هر ډول سهولتونه په پام کې نیول شوي دي.»

په ورته مهال، د قراردادي شرکت مسوولین وايي، دا مارکېټ یې له نړیوالو معیارونو سره سم  جوړ کړی او د زلزلو او هر ډول طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومت لري.

د قرار دادي شرکت مسوول حاجي ميرويس وايي: « د دې مارکېټ په طرحه او ډیزاین ډېر کار شوی او ټول معیارونه په کې پام کې نیول شوي. دا مارکېټ د زلزلې او نورو طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومت لري او تمه لرو چې د مزارشریف ښار په کچه یو له معیاري مارکېټونو څخه وي.»                      

یو شمېر هټۍ ‌وال بیا د دې مارکېټ پر جوړېدو خوښ دي او زیاتوي، دا ډول معیاري مارکېټونه د ښاري ګڼه ګوڼې له کموالو سربېره، خلکو ته د خوندي کاروبار چاپېریال هم برابروي. هټۍ ‌وال  دا ډول پروژې د ښاري پرمختګ په برخه کې اغېزناک ګام ګڼي او له چارواکو غواړي چې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

هټۍ ‌وال نازک میر حضرتي وايي: « که دا ډول مارکېټونه نور هم جوړ شي، د ښار پرمخ به ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي، پلورونکي او پېرودونکي به هم خوندي او له ډاډمنې فضا برخمن شي.»

هټۍ وال ذوبید رسولي وايي: « تر ځمکې لاندې مارکېټونه د هغې ګڼه ګوڼې مخه نیسي چې د ښار پرمخ موجود دي. ښاروالي تل هغه غورفې او دوکانونه ټولوي چې د ښار په واټونو او پلو لارو کې جوړ شوي وي. دغه کسان کولی شي دلته دوکانونه ونیسي، ترڅو هم دوی خوندي شي او هم پېرودونکي.»

باختر، بلخ بازار، سټي واک او مزار مال په مزار شریف ښار کې تر ځمکې لاندې هغه څلور لوی سوداګریز مارکېټونه دي چې له جوړېدو سره یې د ښار ګڼه ګوڼه ډېره کمه شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist