Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا سنا مجلس د افغانستان پر سر د دفاع او بهرنیو چارو وزیران استیضاح کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/06

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي،د افغانستان وروستي تحول او روان کړکیچ په تړاود  روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۱ مه د دفاع  وزیر لویډ اسټين او بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن  استیضاح کوي. 

د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټه:« په پام کې ده،چې راتلونکې اونۍ دفاع وزیر لویډ اوسټېن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د افغانستان د پالیسۍ په تړاو ځواب ووايي. د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې دغه ناسته به په سري ډول ترسره شي.» 

 د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي،  امریکا هم اوس د ناټو په څېر د افغانستان له جګړې د زدکړو درسونو په تړاو دا ډول غونډې نیسي او له ځانه پوښتي،چې په یوه لرې شرقي هېواد کې یې د ولسواکۍ راوستلو لپاره  اوږده مبارزه ولې وبایلله.

د سیاسي چارو شنونکی  طارق فرهادي   وايي:« امریکا په دې نظر ده،چې اوس یې وخت دی،چې له ځانه وپوښتي، ولې یې دا جګړه داسې وبایلله،ځکه دوی غوښتل،چې په یوه لرې پروت هېواد کې ډیموکراسي پلي کړياو دا پوښتنه به هم له ځانه کوي،چې د افغانستان کوم مشران چې دوی خپل شریکان ګڼل،هغوی روغ خلک وو  او که نه.» 

اخوا امریکا دا درس زده کړې،چې  نور تر هغې د نړۍ په کړکیچونو کې ځان نه ښکېلوي چې په مستقیم ډول یې ګټې له ګواښ سره مخ نه وي.

یو شمیر نور بیا دا ډول سوال او ځواب د نړیوالو په سترګو کې د خاورو شیندل بولي او وايي،په دې کار سره امریکا ځان د نړیوالو او خپل ولس له ملامتۍ خلاصوي.

 د سیاسي چارو شنونکی بلال فاطمي  وايي:« ددې لپاره،چې دوی د امریکا خلکو ته یو جواب وشي ویلیاو د تاریخ لپاره یو سند پیدا کړي،نو دوی په دې لټه کې دي،چې دا سوالونه او ځوابونه وشي. ترڅو د امریکا خلکو ته یو قناعت بخشه ځواب ورکړل شي. ځکه ډېره قیمتي جګړه وه او پر نړیواله کچه یې د هغو حیثیت ته زیان ورسوه او اقتصادي زیان یې هم ولیده.» 

د امریکا سنا مجلس، تېر سپټمبر میاشت هم دواړه وزیران پر همدې موضوع استیضاح کړي ول،خو دفاع وزیر لویډاسټین په کې ګډون نه وکړی او د ګډون نه کولو لامل یې دا ښودلی و، چې دوی تر اوسه پورې د  وروستیو تحولاتو په تړاو خپل مالومات نه دي راټول کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist