Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: عمران خان ښايي په زندان کې ترور شي

خليلزاد: د خواجه اصف څرګندونې د جګړې ګواښ او بې پروايي ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/28

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د نوموړي د ښکاره جګړې خبره خطرناکه او ډېره بې پروايي ده.

خلیلزاد زیاته کړې، خواجه اصف له افغانانو او د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د مېشتو پښتنو پر وړاندې د شخصي دښمنۍ له امله مشهور دی او په خبره يې، ایا دا مناسبه ده چې د یوه شخص احساسات پاکستان په یوې تباه کوونکې جګړه کې ښکیل کړي؟

نوموړي دغه راز ویلي، جګړه د دواړو هېوادونو په زیان ده او باید چې مخنیوي یې وشي او د دې لپاره خبرې اترې او مذاکرات غوره انتخابونه دي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي: « د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له افغانستان سره د ښکاره جګړې ګواښ کوي. دا په لوړه کچه بې پروايي او خطرناکه خبره ده. هغه د افغانانو او پښتنو پر وړاندې د شخصي دښمنۍ له امله مشهور دی، خو ایا دا سمه ده چې د یوه کس شخصي احساسات پاکستان د یوې تباه کوونکې جګړې پر لوري سم کړي؟»

تحلیلوونکي په دې باور دي چې پاکستان په افغانستان کې نه بدلېدونکی سټراټیژیک عمق لري، خو اوس یې د پیسو لپاره د افغانستان د ناامنه کولو پروژه اخیستې مګر دا ځل به خپل هدف ته ونه رسېږي او ناکامي یې حتمي ده.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « د تاریخ په اوږدو کې د دوی پالیسۍ داسې وې لکه د دښمن سره؛ دوی زموږ تېر نظامونه هم را ړنګ کړي. په اوسنیو شرایطو کې د اصف څرګندونې دا پیغام لري چې دوی ښايي د افغانستان د امنه کولو لپاره ځینې پروژې اخیستې وي او دا پروژې دوی ته د پیسو ګټلو وسیله ده.»

د چارو کارپوهان بیا وايي، پاکستاني چارواکي په خپلو څرګندونو سره اوس په هغو پالیسیو او سټراټیژیو اعتراف کوي چې له کلونو راهیسې یې د افغانستان پر وړاندې غوره کړې دي.

دوی وايي، پاکستاني چارواکو له افغانستان سره د جګړې کولو په خبرو سره ټولې هغه سرې کرښې ماتې کړې چې ګاونډي هېوادونه یې له یو بل سره لري.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « د افغانستان اړوند د پاکستاني چارواکو وروستۍ خبرې په دې مانا دي چې پاکستان له افغانستان سره ټولې سرې کرښې ماتې کړې او هغه پلونه یې نړولي چې د هېوادونو ترمنځ پرې اړیکې ټینګېږي. همدارنګه د پاکستاني چارواکو دا خبرې په دې مانا دي چې دوی اوس له خپلو هغو ناوړه پالیسیو او سټراټيژیو څخه پرده پورته کوي چې افغانانو د پاکستان  له جوړېدو راهیسې لیدلې دي. دوی اوس په دې پالیسیو اعتراف کوي.»

د پاکستان دفاع وزیر په ترکیه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د مذاکراتو پرمهال خبرداری ورکړ چې که خبرې نتیجې ته ونه رسېږي، نو پاکستان له افغانستان سره به ښکاره جګړې ته داخل شي. دا هغه څه دي چې افغانان یې له افغانستان سره د پاکستان ښکاره دښمني ګڼي او زیاتوي چې د داسې ګواښونو پر وړاندې له افغان دفاعي ځواکونو سره ولاړ دي او له خپلې خاورې او حریم به دفاع کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist