Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا احمد خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي د نیمګړو پروژو د بشپړیدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/06

 په سوېل  پکتیا ولایت کې د  احمد خېلو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي،د تیر حکومت پر مهال یې د جګړو له کبله د ولسوالۍ ډېری برخو کې کار نه دی شوی او یو شمیر پروژې چې چې کارونه یې پیل شوي نیمګړي پاتې دي. 

 دوی وايي،له اسلامي امارته غواړي،چط په دغه ولسوالۍ کې د نیمګړو پروژو چارې بشپړې شي.

د احمد خېلو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« احمد خېلو ولسوالۍ کې تیرو کلونو کې د پام وړ کارونه نه دي شوي، ځینې پروژې چې چارې پیل شوې وې، نیمګړې پاتې دي. له اسلامي امارته غواړو،چې بودیجه ورته پیدا او بشپړ یې کړي.»

د احمد خېلو والسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د نورو ولسوالیو پرتله احمدخېلو ولسوالۍ ته تیرو کلونو کې پام نه دی شوی. زموږ غوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت ورته لومړیتوب ورکړي او زموږ ستونزې دې هوارې کړي.» 

د احمدخېلو اوسېدونکي همدا راز د پوهنې او روغتیا برخو کې د بنسټیزو ستونزو یادونه کوي او وایي،اسلامي امارت دې ورته حل لارې ولټوي.

 د احمد خېلو ولسوالۍ یو تن  اوسېدونکی  وايي:« زموږ ولسوالۍ کې دوه فرعي کلینیکونه شته  دی،چې لیرې سیمو کې دي او ډېری خلک ورته لاسرسی نه لري.هېله ده،چې دې برخه کې مو ستونزې هوارې شي.» 

د احمد خېلو والسوالۍ یو بل اوسېدونکی وايي:« ښوونځیو کې مو هم ګڼې ستونزې شته دی، ډېری یې ودانۍ نه لري او د ښوونکو او درسي موادو له کموالي سره مخامخ دي.» 

د احمد خېلو ولسوال صادق عمیر هم مني،چې تیرو کلونو کې د جګړو او نورو لاملونو له کبله احمد خېلو کې د پام وړ کارونه نه دي ترسره شوي. 

عمیر زیاتو وايي، راتلونکی کال به نیمګړې پروژې بشپړې او د پوهنې او روغتیا برخو ته به هم ځانګړی پام وشي. 

عمیر زیاته کړه:« تېرو کلونو کې رښتیا هم کار نه دی شوی، یوازې ولسوالي د حکومت تر واک لاندې وه،پر نورو سیمو اسلامي امارت کنټرول درلود.موږ خلکو ته ډاډ ورکوو،چې ستونزې به یوه په یوه حل شي.» 

احمد خېل د ګردیز پټان پر لویه لاره پرته غرنۍ ولسوالي ده، چې تیرو کلونو کې ترې د جګړو رپورټونه خپریدل او له همدې کبله په کې بېلابېلو برخو کې کارونه نه دي ترسره شوي او اوسېدونکي یې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist