Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر وروستي پوځي تحرکات تر ګواښونو رسېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/06

دافغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د شخړې حل لپاره په دیپلوماتیکو لارو ټینګار لري،خو د پوځي مشرانو دریځونه بیا توند دي.

واک ته داسلامي‌امارت له رسېدو سره سم، پاکستاني لوري پر ډيورنډ کرښه د اغزن‌ تار تېرولو هغو چارو ته دوام ورکړ،چې د تېر حکومت پرمهال یې ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې وې، د اسلامي امارت ځواکونو په درې ولایتونو نیمروز، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د اغزن سیم لګولو مخنیوی وکړ او دجګړې خبرداری یې ورکړ.

د پاکستان پوځ ویلي، د اغزن تار غځولو چارې بشپړوي او دا یې د سرحدونو مدیریت یوه برخه بللې ده.

د پاکستان پوځ ویاند جنرال بابر افتخار وايي:« موږ په بشپړه توګه چمتو یو،د پاکستان د سرحدونو د مدیریت له لوري چې کوم کار روان دی،هغه به په خپل ټاکلي وخت پای ته ورسېږي. د افغانستان او پاکستان پر پوله چې د سرحدونو د مدیریت له لوري د اغزن تار غځولو کوم کار پیل شوی و، تقریبا ۹۴ سلنه بشپړ شوی دی.»

د افغانستان دفاع وزارت پر ډیورنډ فرضي کرښه د تاسیساتو جوړول پرافغان خاوره تیری بللی او ویلي یې دي،چې په دې تړاو بې‌تفاوته نه شي پاتې کیدای.

بلخوا بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د هر ډول پرېکړې او بحث واک د ملت بللی او دا یې د حکومتونو له صلاحیتونو پورته موضوع بللې ده.

دبهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي:« اسلامي امارت دا موضوع ملت ته سپاري. دا د ملت موضوع ده،چې د ډیورنډ او اغزن تار په اړه څه ډول پرېکړه کوي.دا د حکومتونو له صلاحیتونو پورته مسله ده.» 

 بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا وايي، د ډیورنډ کرښه باندې پاکستان کوم حق نه لري او دا مسله د بریټانوي هند او دواړه غاړو ته د پښتنو حق دی،خو اوس پاکستان غواړي اسلامي امارت له زخمي ګوتې ونیسي.

 د سیاسي چارو شنونکیاحمدشا اندړ وايي:«  د ډیورنډ فرضي کرښې قرار داد د ۹۹ کلونو لپاره له بریټانیوي هند سره شوی وه، له هغه وخت شااوخوا ۳۳ کاله پوره کېږي. اوس چې پاکستان غواړي اغزن تار تېر کړي. دا یو غیر قانوني او ډیپلوماټیک عمل دی او پاکستان غواړي،په اوس حساس وخت کې اسلامي امارت له زخمي ګوتې ونیسي او دا موضوع ورسره حل کړي.» 

اسلامي امارت سره له دې چې په یو شمېر ولایتونو کې چې اغزن تار ترې تاو ده،د پاکستاني پوځیانو مخنیوي یې کړی ده.

د سیاسي چارو شنونکي  وایي،اسلامي امارت  باید د دولت پر کچه یوه اعلامیه کې خپل دریځ روښانه کړي.

 د سیايي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:« خو په ټوله کې طالبانو حکومت ته په کار ده،چې د دولت پر کچه باندې  یوه اعلامیه خپره کړي. په دې هکله دریځ خپل مالوم کړي،په بهرنيۍ پالسۍ کې د پاکستان په تړاو دا واضح کړي، چې تر اټکه پورې خپله خاوره غواړي او که نه دا خاوره د افغانستان حق ده او طالب عسکر چې مخه یې نیسي دا د ستاینې وړ ده.» 

افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه او د جګړې دوام هم د همدې کرښې له امله ده.پاکستان تل هڅه کړې، چې د تاوتریخوالي له لارې خپل هغه هدف ته ورسیږي،چې وښي ډیورنډ فرضي کرښه یو رسمي سرحد ده.  تراوسه پورې هېڅ یو افغان حکومت ډیورنډ فرضي کرښه پر رسمیت نه ده پېژندلې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

ملګري ملتونه: د میلیونونو کډوالو ورستنېدو بشري مرستو ته اړمن افغانان لا اړمن کړي

جون 18, 2026
موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي
افغانستان

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې
افغانستان

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

جون 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist