د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هغو مذاکراتو دویم پړاو ترسره شو چې تېره اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د يوې موافقې په لاسلیک کولو پای ته ورسېدل.
په دې تازه خبرو اترو کې د دوحې مذاکراتو په تسلسل د دواړو لورو ترمنځ پر ځينو امنیتي، اقتصادي او تخنیکي مکانېزمونو خبرې کېږي.
د حکومت وياند وايي، د دې مذاکراتو پرمخ وړلو لپاره د کورنيو چارو وزارت مرستيال حاجي نجيب په مشرۍ پلاوی استانبول ته رسېدلی او له پاکستاني پلاوي سره به پر هغو مسايلو بحث وکړي چې د يادو مذاکراتو د لومړي پړاوو په موافقه کې شامل نه دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي: « د اسلامي امارت له خوا له پاکستاني اړخ سره د څو ورځې وړاندې دوحې توافقنامې په تعقیب د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي نجیب په مشرۍ یو پلاوی ترکیې ته تللی. په دې ناسته کې به د پاتې مسايلو په اړه خبرې کېږي.»
پاکستان بيا د قطر او ترکيې په منځګړيتوب د لومړي پړاو مذاکراتو په نتيجه کې د موافقې ترلاسه کېدو د هرکلي ترڅنګ تمه ښودلې چې له تازه خبرو اترو به د کابل او اسلاماباد ترمنځ د امنيتي اندېښنو مخنيوي يو مکانېزم ترلاسه شي، خو استانبول ته يې د خپل لېږلي پلاوي د ترکيب په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر حسن اندرابي وايي: « موږ د اکټوبر په ۲۵مه د ترکيې په استانبول کې د يوه روڼ، باوري او اغېزناک مکانېزم لپاره سترګې په لاره يوو. داسې مکانېزم چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرۍ او د پاکستاني وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوی وکړي.»
بله خوا، د سيمه ييز وضعيت څارونکي د پاکستان پوځي رژيم تجربه شويو پاليسيو او تعامل ته په اشارې، دغه رژيم په خپلو ژمنو کې ثابت نه ګڼي او له حکومت غواړي چې د اړيکو په ساتلو کې ورسره محتاطانه چلن وکړي.
د سياسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: « په پاکستان باور کول لویه او تاریخي تېروتنه ده، ځکه چې وايي د ازمویل شوي بیا ازمویل تېروتنه ده. په تېرو څو لسیزو کې د ترکیې د دې غونډې په څېر ګڼې غونډې د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو په منځګړیتوب ترسره شوې، خو افغانستان ته یې هېڅ مثبته لاسته راوړنه نه لرله.»
د اکټوبر په ۱۹مه د افغانستان په استازيتوب د ملي دفاع وزير محمد يعقوب مجاهد د پاکستان پوځي رژيم له دفاع وزیر خواجه اصف سره د وروستيو ترينګلتياوو او نښتو په اړه په دوحه کې د سملاسي اوربند موافقه وکړه چې په تعقيب يې د اکټوبر په ۲۵مه د دوه اړخيزو مطرح شويو مسايلو د شننې لپاره پلاوي په نوي ترکيب سره په استانبول کې راغونډ شول.