Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراه کې د اوبو کمښت له امله یو شمېر کروندګر له خپلو مېنو کډه شوي

فراه کې د اوبو کمښت له امله یو شمېر کروندګر له خپلو مېنو کډه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/23

د فراه انار درې ولسوالۍ کې ورځ تر بلې وچکالۍ ته اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي او له امله یې ځايي خلک نورو سیمو ته په کډه کولو اړ شوي.
کروندګر وايي، د اوبو کمښت له امله يې کروندې په شاړو ځمکو بدلې شوې او ډېر شمېر کورنۍ ښارونو ته کډه شوې دي.
د فراه اوسېدونکی فریدون وايي: « ډېرې خلکو په خپلو ځمکو کې څاه ګان وکیندل، خو هغه هم وچ شول او اوس مجبور دي چې خپلې مېنې ترک کړي. زموږ کروندې وچې او هرڅه په ډاګ بدل شول.»

د فراه اوسېدونکی عیدګل وايي: « موږ ته وچکالۍ ډېر ضررونه اړولي، هرڅه وچ شوي او د اوسېدو لپاره څه نه دي پاتې.»

د فراه اوسېدونکی میراقبال وايي: « خلکو ډېر زیان لیدلی، ونې وچې شوې، کروندې وچې دي، حتا د څښلو اوبه نه شته. امېد لرو چې راتلونکي کې بارانونه وشي او دا وچکالي هم ختمه شي.»

په ورته مهال، د فراه ځایي مسوولان هم د دې ولایت لرو پرتو ولسوالیو کې د وچکالیو له امله د اوبو کمښت ستونزه د اندېښنې وړبولي اوهیله من دي چې د بخش اباد بند رغنیزو چارو بشپړېدو سره به یاد ولایت کې د اوبو کمښت ستونزه تر یوه بریده حل شي.

د فراه والي محمد حافظ مجاهد وايي: « د فراه ولایت او ولسوالیو خلک د څښاک او کرنې اوبو له سخت کمښت سره مخ دي. دا وچکالي له تېرو څو کالو راهیسې را روانه ده.»

د فراه  اناردرې ولسوالي د فراه ښار په شمال ۷۵ کیلومټرۍ کې موقعیت لري چې له پنځوس زرو څخه ډېر اوسېدونکي په کې ژوند کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist