Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره  پوله کې په شخړه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/05

له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د پولې پرسر لومړنۍ شخړه شااوخوا یوه میاشت وړاندې له ایراني پوله‌ساتو ځواکونو سره په نیمروز ولایت کې راپورته شوه،چې ایراني پوله ساتو ځواکونو ته یې د وسلې په زور ځواب ورکړ او دویمه پېښه بیا له پاکستان سره د ډیورنډ فرضي  کرښې  په اوږدو کې د اغزن تار پرسر وه.

 د اسلامي امارت ځواکونو ننګرهار کونړ، کندهار او نیمروز ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو او پوستو جوړولو مخنیوی کړی او توند غبرګون یې ورته  ښودلی دی،چې دې چارې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خوابدی کړی دی. 

قریشي ویلي، د اغزن تار غځولو چارې سرته رسوي او هغه ستونزې چې  د اسلامي امارت او پاکستان پوله ساتو ترمنځ رامنځ ته شوي د سیاسي اړخه ورته د حل لار برابروي.

قریشي  زیاته کړه:«  موږغلي نه یوو. اغزن تار مو لګولی او که خدای کول،د غځولو هڅې به یې همداسې دوام لري.افغانستان زموږ دوست نږدې اسلامي هېواد دی. موږ له دوی سره په اړیکه کېیوو او که خدای کول، دغه لانجې چې راغلي دي، له ديپلوماتیکې لارو به يې هوارې کړو. خوځينې داسې خلک شته، چې دغه اغزن تار کاږي.»

د دوشنبې په ورځ داسې راپورونه خپاره شول،چې ګواکي د اسلامي امارت  او ترکمنستان پوله ساتو ځواکونو تر منځ جوزجان ولایت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله وسله‌واله شخړه شوې ده.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ترکمنستان سره پر پوله د شخړې په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم بللي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، له ګاونډي هېواد ترکمنستان سره کومه ستونزه نه شته دی او له ديپلوماتيکو لارو غواړي،دوست هېواد او د نړۍ ټولو هېوادونو سره رغنده او مثبتې اړيکې ولري.

اخوا په هرات کې د ترکمنستان کونسلګرۍ هم د یوې خبرپاڼې  په خپرولو سره دا راپورونه بې اساسه بللي دي. 

خبرپاڼه کې ویل شوي،ترکمنستان له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب ته ژمن دی او خپله ګډه پوله یې د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستی پوله بللې ده.

هرات کې د ترکمنستان کونسلګري د خبرپاڼې یوه برخه:« یو شمير رسنيو د جنورۍ پر درېيمه د افغانستان او ترکمنستان د ګډ سرحد په اړه يولړ نا اثبات شوي او ناسم راپورونه خپاره کړي، ترکمنستان د افغانستان په چارو کې خپله بې طرفي ساتي او له افغانستان سره خپلو ښو اړیکو او ګاونډيتوب ته دوام ورکوي.»

کونسلګرۍ همدا راز په دغې خبرپاڼه کې ویلي،د دواړو هيوادونو ترمنځ پر ګډه پوله د آرام وضعيت د ساتلو لپاره قوې هوکړه موجوده ده.

ایران بیا دغو پېښو ته په غبرګون کې ویلي،ایران، پاکستان او ترکمنستان پوله ساتو ځواکونو سره د شخړو لامل له پوله ساتنې سره د اسلامي امارت  ځواکونو نا بلدتیا ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت کې د لویدېځې اسیا چارو عمومي مشر رسول موسوی وايي:« د دې نښتو لامل پر پوله د ځای پر ځای شویو طالبانو پوله ساتونکو غیر مسلکیتوب او د پولې ساتنې له چارو سره نابلدتیا ده.» 

موږپه دې اړه د اسلامي امارت دریځ وغوښت،خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.خو په دې وروستیو کې د دفاع وزارت چارواکو ایران سره د پولې پرسر له خپلو ځواکونو لیېدنه کړې او کندهار کې یې د پاکستاني ځواکونو تحرکاتو ته د غبرګون له امله د افغان پوله ساتو ځواکونو سرښندنې ستایلې دي.

اسلامي امارت  له وړاندې ویلي،چاته به اجازه ورنه کړي،چې دافغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي او یا د افغانستان خاوره لاندې کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist