دا لاره پاکستاني لوري تړلې او دې غاړه ته سلګونه په تازه مېوو او سبزیجاتو بار لاریو کې صادرېدونکي توکي له خرابېدو سره مخ دي.
سوداګر او موټر چلوونکي وايي، پاکستان دا لاره د سیاسي فشار په توګه کاروي او په خبره يې، باید د خبرو له لارې سیاسي ستونزې حل کړي.
موټر چلوونکی الله محمد وايي: « په دې لاریو کې مېوې، ترکارۍ او سبزیجات بار دي. ۱۰ تر ۱۲ ورځو کېږي چې دا لاره بنده ده. زموږ ترکاري او مېوې خراب شول، موږ غوښتنه کوو چې لاره خلاصه شي.»
موټر چلوونکی ښایسته ګل وايي: « ګاډي ټول ولاړ دي، انګور، مڼې او نورې مېوې تباه شول. له دواړو حکومتونو د رحم غوښتنه کوو.»
د لار یو بل موټر چلوونکی وايي: « وروره دا ۱۲ ورځ ده چې لاره بنده ده. موږ ډرېوران یو او دلته بارونه راوړو. هره ورځ تر ماښامه منتظر یو، خو بیا بېرته ځو. موږ له دواړو غاړو غوښتنه کوو چې دا لاره خلاصه کړي.»
د تورخم لویې لارې تړل کېدو نه یوازې سوداګرو ته زیان اړولی بلکې تورخم کې د خلکو کاروبار هم په ټپه ولاړ دي.
مسافر او ناروغ لرونکي غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصه کړي.
د دې لار مسافر کرامت خان وايي: « زه د پېښور اوسېدونکی یم او دلته مې چا سره کار و، هغه مې ولید اوس بېرته ځم کورته. دا لسمه ورځ ده چې زه دلته بند یم. سره له دې چې اوربند هم وشو، خو لاره لا بنده ده. زموږ غوښتنه ده چې لاره د خلکو پرمخ خلاصه کړي.»
د تورخم لویه لاره شاخوا دوه اوونۍ مخکې له پاکستاني پوځي رژیم سره تر جګړې وروسته د پاکستان له لوري وتړل شوه.
د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو د نښتو وروسته د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.
که څه هم د قطر په منځګړیتوب د افغان حکومت او پاکستاني لوري ترمنځ اوربند شوی، خو بیا هم دا لویه لاره نه ده خلاصه چې دواړه خواوو ته عام خلک او سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.