د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي،د کابل نیولو پر مهال د دوی ځواکونو هېڅ داسې پلان نه درلود،چې ګواکې مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني دې ووژني.
برادر له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي،ګڼ شمېر افغان مشران او سیاست وال دا مهال افغانستان کې دي، عادي ژوند کوي او له خلکو سره ګوري.
برادار زیاته کړې،چې د دوی مشر ملا هبت الله ټولو وګړو ته عمومي بښنه اعلان کړې، چې په هغه کې د پخواني حکومت چارواکي هم شامل دي.
هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کوي،چې تر دې وړاندې محمد اشرف غني او ده ته یو شمېر نږدې کسانو ویلي وو، چې اسلامي امارت پلان درلود،چې د کابل له نیولو وروسته اشرف غني ووژني.