Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ولایتي رسنیو مسوولینو کابل کې د اسلامي‌امارت چارواکو سره خپلې ستونزې شریکې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/03

په کابل کې نن  دوشنبه د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۱۲ مه» د ولایتي راډیوګانو د فرصتونو او ننګونو د ارزونې ناسته ترسره شوه،چې د ولایتي راډیو ګانو مسوولینو  د اسلامي امارت له مسوولینو سره خپلې ستونزې او ننګونې  شریکې کړې.

د راډیو ګانو مسؤلین وایي،تخنیکي وسایل یې له کاره لوېدلي، مسلکي پرسونل یې کم شوی، مالي امکانات یې په نشت حساب دي، د برښنا بل، د فریکونسۍ ټکس، جریمو، جوازونو نوي کولو او د تنخواو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

خوست کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسوول زاهد شاه انګار و ايي:« تنخواوو لپاره، د تعمیرونو د کرایې لپاره، د ربع وارو او کلنیو ټکسونو د مالیې لپاره، د فریکونسۍ د ټکسونو لپاره، د نشراتو د جواز لپاره،چې باید درې کاله بعد تمدید شي، ټرانسپورټېشن، کمونیکېشن، لوجستیک او نورو برخو کې چې کوم مصارف لپاره ډېر کم عواید ورته لرو.» 

د ولایتي رسنیو مسوولین وایي، د بیان ازادۍ، مالوماتو ته د لاسرسي او ښځینه کارکوونکو برخه کې پرې ځنې خپل سري بندیزونه لګېدلي،چې باید د اسلامي امارت مسوولین یې ستونزې ورحل کړي.

د سلام افغانستان شبکې غړی عبدالبصیر حقجو وایي:«  اسلامي امارت له رهبرۍ احترمانه هېله کوو،چې پر وخت مالوماتو ته د لاسرسي برخه کې ستونزې حل کړي او رسنیو ته باوري سرچینې برابرې کړي.» 

ناسته  کې د اسلامي امارت مسوولینو د رسنیو استازو ته ډاډ ورکړ،چې د رهبري پر کچه د رسنیو ملاتړ کوي او هېڅوک به خپل سریو ته نه پرېږدي.

 دوی وایي،رسنۍ دې د اسلامي او ملي ګټو پر اساس خپل نشرات برابر کړي او هېچا ته دې اجازه نه ورکوي،چې عامه ذهنیت خراب کړي.

د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د اړیکو مسوول عبدالواحد وايي:« اسلامي امارت له تاسې دا نه غواړي چې زموږ ویاندویان شئ، اسلامي امارت تاسو ته د امنیت ډاډ درکوي، لیکن تاسې ته دا وایي چې تاسې د دې ملت حقه حقوقو غږ دنیاوالو ته ورسوئ او د منفي کړنو نه تېر شئ.» 

د اقتصاد وزارت بیا شته د بیان ازادي په سیمه کې بې سارې وبلله او زیاته کړه،چې ځینې هېوادونه هڅه کوي،د رسنیو له لارې خپلو اهداف پلې کړي،چې باید رسنۍ ترې ډډه وکړي.

دوی وایي، رسنۍ دې د شته نظام د پیاوړتیا او ملي یووالي لپاره کار وکړي او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«  نوې سلطه په دې مفهوم ده،چې یو ځواک یو هېواد نه اشغال کوي، بلکې عمومي ذهنیت تر اشغال لاندې راولي او دا چاره تر ډېره د رسنیو له لارې ترسره کوي.» 

د لومړي وزیر د عامه اړیکو مسوول جمال ناصر فرهمند وايي:« منو،چې ستونزې شته، خو جدي ژمنه شته دی،چې د رسنیو، خبریالانو او مدني فعالانو له حقوقو ساتنه وشي او دا ژمنه موږ پر ګډه مخکې وړو.» 

د ولایتي رسنیو مسؤلین وایي، اسلامي امارت دې د ولایتونو پر کچه د رسنیو د استازو او د اسلامي امارت د مسوولینو تر منځ ګډه کمېټه جوړه کړي،چې ترمنځ یې همغږي زیاته او شته ستونزو ته رسېدنه وشي. 

 دغه ناسته داسې مهال جوړېږي،چې په تېرو شپږو میاشتو کې یو شمېر چاپي،غږیزو او تصویري رسنیو د اقتصادي ستونزو له کبله خپل فعالیت درولی او ګڼو خبریالانو دندې  له لاسه ورکړي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist