Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملي دفاع وزیر د پاکستان هغه تورونه رد کړل چې وايي هند په انتقامي عملياتو کې ښکيل و

ملي دفاع وزیر د پاکستان هغه تورونه رد کړل چې وايي هند په انتقامي عملياتو کې ښکيل و

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/21

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېره اوونۍ په یوې ناسته کې ادعا وکړه چې د افغانستان او پاکستان په وروستیو شخړو کې هند لاس درلود.

تازه د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو کې د هند ښکېلتیا په اړه د پاکستان ادعا بې اساسه او پروپاګنډ وګڼلې او زياتوي چې پاکستان دې د خپلې ناامنۍ پړه پر نورو نه اچوي.

د مجاهد په خبره، اسلامي  امارت هېڅ وخت د پاکستان په ضد جګړه نه ده پیل کړې بلکې دا پاکستان و چې د افغانستان پر خاوره یې تېری وکړ او افغان ځواکونو د دفاع په موخه ځواب ورکړ.

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې: « افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو ترمنځ کړکېچ د هېچا په ګټه نه دی.  اړیکې باید د متقابل درناوي او ښه ګاونډیتوب د اصولو پر بنسټ ولاړې وي. افغانستان نه غواړي د هېڅ هېواد پر ضد د وسله والو ډلو ملاتړ وکړي. موږ د هند په تړاو د پاکستان ادعاوې او تورونه ردوو؛ د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري چې له خپلې خاورې په مېړانه دفاع وکړي؛ موږ پر پاکستان یا د هغوی پر حریم تجاوز نه دی کړی، دا پاکستانیان وو چې زموږ پر ضد یې جګړه پیل کړه او زموږ سیمې یې ورانې کړې، موږ هم ورته ځواب ورکړ.»

مجاهد دغه راز ويلي، د اسلامي امارت پالیسي دا نه ده چې د پاکستان په ګډون د بل هېڅ هېواد پر وړاندې د وسله والو ډلو ملاتړ وکړي او په خبره یې، پاکستان خپلو سیاسي مخالفینو ته ترهګر وایي، په داسې حال کې چې ترهګراصطلاح په نړیواله کچه روښانه تعریف نه لري.

نوموړي همدا راز زياته کړې، اسلامي امارت له هند سره د اړیکو پیاوړتیا غواړي او ترڅنک یې د خپلو ملي ګټو او ګاونډیتوب په رڼا کې له پاکستان سره هم د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې: « که هر بل هېواد هم پر افغانستان برید وکړي، موږ د دفاع حق لرو او له خپل هېواده به په زړورتیا دفاع کوو. موږ پخوانۍ تاریخي تجربې لرو او تل مو د پاکستان بې اساسه او بې بنسټه تورونه او ادعاوې رد کړي دي. د اسلامي امارت سیاست دا نه دی چې یو هېواد د بل هېواد په ضد وکاروي؛ موږ په دې برخه کې عملي میدان کې ثابته کړې هم ده. اسلامي امارت  له هند سره د یوه خپلواک هېواد په توګه د ملي ګټو پر بنسټ اړیکې ساتې او له پاکستان سره هم د متقابلو ګټو پر بنست اړیکې غواړو. زموږ پالیسۍ دا ده چې د لانجو په ځای د اړیکو د ښه والي په لټه کې یو.»

مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوحې په تړون کې د هېواد حقونه تامین شوي بولي او تمه ښيي چې د یاد تړون له مخې به دواړه هېوادونه خپلې شخړې د تفاهم او خبرو له لارې حل کړي.

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وړاندې ویلي: « په تړون کې دا ذکر شوي چې دواړه هېوادونه به خپلې شخړې د خبرو او تفاهم له لارې حلوي، یو بشپړ اوربند به نافذ وي او دواړه لوري به یو د بل د خاورې حاکمیت ته درناوی کوي. پاکستان او افغانستان  به د یو بل پر وړاندې دوښمنانه کړنې نه تر سره کوي او نه به بریدونه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په قطر  کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین وایي، د افغانستان او پاکستان دویم پړاو مذکرات به د ترکیې په استانبول ښار کې وشي. د شاهین په خبره، د دواړو هېوادونو په لومړي پړاو مذاکراتو کې د مخالیفینو پر نه ملاتړ  او پر یو بل د بریدونو  په نه کولو هوکړه شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist