Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه یو سوداګریز کارو بار وو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/03

امریکا افغانستان کې د خپل تاریخ اوږده جګړه د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ په وروستیو کې پای ته ورسوله هغه جګړه چې ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم  پوره شل کاله وړاندې پیل شوه او د زرګونو افغانانو د وینې توېدو په بیه تمامه شوه.

وروسته له هغې چې کانګرس افغانستان کې د امریکا د شل کلن جنګ او ماتې په اړه د ارزونو پيلولو خبر ورکړ، د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان اوس په دې باور دي،چې د جګړې نور دوام او اوږدېدا یو سوداګریز کارو بار وه،چې ډېر په کې پانګه وال شول.

د امریکا پخوانی سرپرست دفاع وزیر کرېسټوفر مېلر  ویلي:« کله چې ته غواړې خپل ماموریتونه پر مخ یوسې، په دې ډول ماموریتونو کې اړ یې ،چې قراردادیانو ته ډيرې پیسې ورکړې.»

کارپوهان وايي،امریکا افغانستان کې د جګړې قرار دادونه په لوړه بیه ورکړي او ټولې پیسې بېرته امریکا ته تللي دي.

دوی وايي،د اوږدې جګړې پای افغانانو لپاره د ازادۍ یو زیری کېدای شي،خو امریکا او استخباراتي ادارو ته ښه سوداګري.

افغانستان کې د جګړې له درکه زیاته ګټه هغو خصوصي قراردادیانو کړې،چې امریکا سره په همکارۍ کې ښکیل وو او دوی ته یې افغانستان کې د جګړې په اړه سلا مشورې او لوجیستکي اړتیاوې چمتو کولې.

د امریکا دفاع وزارت مني،چې دوی د قراردادیانو ملاتړ کاوه او جګړه کې یې ورسره مهم ماموریت ترسره کړی.

د پنټاګون ویاند  روب لودوېک   وايي:« موږ په افغانستان کې د زرګونو داسې قراردادیانو ملاتړ کاوه، چې موږ سره یې په دې ماموریت کې مرسته کوله. هغوی په دې جګړه کې مهم رول لوبولی دی.»

امریکا سره په جګړې داسې کارو باریان هم شامل دي،چې وسلې یې تولیدولې او جګړې لپاره ان ځواک هم امریکا ته برابره وه.

بلک واټر هم یو له هغو سترو قراردادي خصوصي کمپنیو څخه و، چې افغانستان او عراق کې یې له امریکایانو سره د پیسو په بدل کې کار کړی دی.  دا ډول کمپنۍ کوم مسولیت نه درلود. 

 کارپوهان وایي دا کوم تصادفي کار نه و او په باور یې امریکا پخپله پدغو سترو لګښتونو او جګړه کې ښکېله وه.

د پوځي چارو کارپوه  احمدشا اندړ وايي:« قراردادونه امریکا خپله څارل. دوی قصدا غوښتل افغانستان کې طباقتي بیلانس خراب کړي،په دې مانا چې شل سلنه، دېرش ف سلنه، د افغانستان خلک پیسه داره کړي او نورو فقیروي. دوی په دې ډول غوښتل،خپله پالسي او هغه د سرمایه دارۍ سیستم ته دوام ورکړي.» 

اوس کارپوهان وایي، امریکایان باید افغانانو ته د ویجاړۍ او قربانیو لوی تاوان پرې کړي او افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د پوهنتون استاد  فیض محمد ځلاند  وايي:« اوس باید نړیوالو سره لاس یو کړي افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړل شي.» 

د امریکا له وتلو وروسته ډېری هغه افغان قراردادیان،چې تېرو شلو کلونو کې یې امریکا او ناټو سره همکاري درلوده اوس له افغانستان وتلي دي او د ډېرو پانګې هم له هېواد بهر نورو هېوادونو کې دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده
اقتصاد

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist