Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت: کابل ښار له سیمنټي دېوالونو او خنډونو پاکېږي

کورنیو چارو وزارت: کابل ښار له سیمنټي دېوالونو او خنډونو پاکېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/21

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دا موانع د تېر حکومت پرمهال تر دولتې ودانیو او یو شمېر شخصي دفترونو د امنیت د ټینګښت په موخه را تاو شوي وو.

په ورته مهال، د کابل ښاریان د اسلامې امارت د دې پریکړې هر کلی کو او وايي، دا لړۍ دې ولایتونو ته هم وغځول شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه خلیفه سراج الدین حقاني د مخامخ لارښونې له مخې به د ټول هېواد په کچه د ټولو دولتي ادارو او نظامي تأسیساتو له مخې څخه لرې شي. دا چې د دې لړۍ مسوولیت د کورنیو چارو وزارت پر غاړه دی، نو له همدې امله پيل هم د دې وزارت له قرارګاه څخه د دغو موانعو په لرې کولو شوی او ورپسې به په مرکز او ولایتونو کې پر ټولو ادارو عملي شي.»

د کورنیو چارو وزارت د عوایدو رییس محمد اسماعیل سهیل وايي: « دا کار د دې لپاره کېږي چې ستونزې یې جوړې کړې دي، سړکونه یې بند کړي او له امله یې په نورو لارو هم ګڼه ګوڼه ډېره شوې. بله خبره دا ده چې د کابل ښار ښکلا یې هم پیکه کړې ده. همدارنګه اوس دغو موانعو ته اړتیا هم نه شته، په تېر کې دا کار د دې لپاره شوی و چې هغوی امنیتي ستونزې لرلې؛ اوس چې امنیتي ستونزې نه شته، نو دغو خنډونو ته هم اړتیا نه شته.»

د کورنیو چارو وزارت چارواکي دغه راز وايي، دغو سیمنټي دېوالونو د کابل ښار د ښکلا پيکه کولو ترڅنګ، خلکو ته ګڼې ستونزې هم جوړې کړې دي.

په ورته مهال، د کابل ښار اوسېدونکي د چارواکو د دې اقدام هر کلی کوي او وايي، دغو موانعو خلکو ته سرخوږی جوړ کړی و او ډېري کوڅې او واټونه یې د خلکو پر مخ تړلي وو.

د ښاریانو په خبره، له دې اقدام سره به په کابل ښار کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه او خلکو ته به د تګ راتګ پر وخت اسانتياوې رامنځته شي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « دا دېوالونه باید لرې شي، ترڅو لارې خلاصې او خلکو ته اسانتیاوې جوړې شي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وايي: « د دې موانعو په لرې کېدو سره به کوڅې او واټونه خلاص شي، ټرافیکي ګڼه ګوڼه به کمه شي او خلکو ته به مزاحمت نه کېږي. دا لړۍ باید ولایتونو ته هم وغځول شي.»

ښاریان غوښتنه کوي چې دا لړۍ دې په ټولو ساحو، چارواکو او سیاستوالو یو شان تطبیق شي او ټولي هغه لارې دې خلاصې شي چې دغو چارواکو او سیاسي څېرو د خپل امنيت په خاطر بندې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت بیا ډاډ ورکوي چی دا چاره د رییس الوزرا په امر په ټولو چارواکو او سیاسیونو یو شان عملي کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist