Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیمې او ګاونډ د کابل- اسلام‌اباد ترمنځ له اوربند هرکلی وکړ

سیمې او ګاونډ د کابل- اسلام‌اباد ترمنځ له اوربند هرکلی وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/21

له هغه وروسته چې د کابل – اسلام اباد ترمنځ ناندرۍ تر جګړې ورسېدې، د دې وضعیت د کنټرول لپاره قطر د اوربند د ټينګښت هلې ځلې پيل کړې. د اسلامي امارت او پاکستاني پلاوو ترمنځ له مذاکراتو وروسته، په دوحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اوربند هوکړه وشوه او دا هوکړه د ځینو هېوادونو له لوري له تاوده هرکلي سره مخ شوه.

د قطر بهرنیو چارو وزارت خپره  کړې اعلامیه کې روښانه کړې چې کابل او اسلام‌اباد د سمدستي اوربند او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت په موخه د لازم مکانېزم پر جوړښت هوکړه کړې.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: « دواړو خواوو موافقه وکړه چې په راتلونکو ورځو کې به د تعقیبي ناستو لړۍ ترسره کړي، ترڅو د اوربند د دوام ډاډ ترلاسه  او په ډاډمن او دایمي ډول عملي شي. دا ګام به د دواړو هېوادونو د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.»

همهاله، د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سمدستي اوربند هرکلی او ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې چین د نړیوالې ټولنې ترڅنګ چمتو دی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره رغنده رول ولوبوي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوا جیاکون ویلي: « موږ له زړه هیله لرو چې دا دوه هېوادونه د خپلو اختلافونو د حل ته د خبرو او مشورو له لارې دوام ورکړي؛ ترڅو بشپړ او دایمي اوربند ته سره ورسېږي او ګډې هڅې وکړي چې په خپلو هېوادونو او سیمه کې په پراخه کچه سوله او ثبات وساتي. موږ له دوی په دې هڅو کې ملاتړ کوو.»

هاخوا، سعودي عربستان هم د کوربه هېوادونو د هڅو ملاتړ ترڅنګ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره کېږي، په کابل او اسلام‌اباد کې د امنیت او ثبات پر ټینګښت ټینګار کړی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: « د سعودي عربستان پاچاهۍ له ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو چې د سولې او ثبات د هڅولو په موخه ترسره کېږي، ملاتړ اعلانوي او پر خپله دوامداره ژمنه ټینګار کوي چې د پاکستان او افغانستان د وروڼو ملتونو لپاره د امنیت تأمین وکړي، ترڅو ثبات او سوکالي راولي.»

په ورته مهال، ایران او ترکیې په جلا جلا اعلامیو کې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند د ټینګښت هرکلی کړی او د قطر منځګړیتوب هڅې یې ستایلې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: « موږ د قطر له هڅو مننه کوو چې د دې مذاکراتو کوربه ‌توب یې وکړ. ترکیه به د دواړو وروڼو هېوادونو او ټولې سیمې په کچه د سولې او دایمي ثبات لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.»

همدارنګه د ایران د سفارت له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي: « د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي مدیر محمد رضا بهرامي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پر توافق غبرګون کې دغه اقدام ګټور، رغنده او د پام وړ وباله او په دې یې ټینګار وکړ چې اختلافات باید د خبرو اترو او سیاسي حل لارو له لارې هوار شي.»

د ځینو هېوادونو له لوري دغه اعلاميې په داسې حال کې خپرېږي چې د ملي دفاع وزیر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د روان کال د تلې یا میزان په ۲۶مه نېټه د وروستۍ شخړې د حل او خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړ او له پاکستاني لوري سره یې د اوربند پر سر هوکړه وکړه.

بل پلو، په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویم پړاو مذاکرات به په ترکیه کې ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist