Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیې او چین له افغانستان او پاکستان د زغم غوښتنه کړې

روسیې او چین له افغانستان او پاکستان د زغم غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/14

د روسيې بهرنيو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان تر منځ د وضعیت له نسبي ثبات هرکلی کړی او له دواړو  هېوادونو یې غوښتي، چې له زغم کار واخلي او د ډیپلوماټيکو لارو خپلې شخړې حل کړي.

د دې وزارت ویاندې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د پوښتنې په ځواب کې د افغانستان او پاکستان تر منځ رغنده خبرې په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د سيمه‌ييزو امنيتي مسلو په برخه کې د بیا پیلولو غوښتنه کړې.

ورته مهال چين هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستیو نښتو په اړه هم اندېښنه ښودلې او له دواړو لوریو یې د ښه ګاونډېتوب او زغم غوښتنه کړې ده.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې دواړه لوري باید د خبرو اترو او مشورو له لارې د یو بل اندېښنو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي.

جین‌لیان له دواړو لوریو غوښتنه کړې، چې په یادو هېوادونو کې د چینايي وګړو، پروژو او ادارو خوندېتوب ته پام وکړي.

شنونکي د مسکو او بېجېنګ غوښتنو او اندېښنو ته په اشارې د پاکستان موجوده پالیسي د سیمې ثبات ته خطر بولي. د دوی په خبره اسلام اباد د هغو تورونو پړه تل پر افغانستان اچوي چې بنسټونه یې د خپل حاکمیت لاندې تغذیه کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: (( د سیاسي چارو شنونکی : پاکستان په هر ستیج کې دا خبره کړې، چې په افغانستان کې تروریستان دي او حال دا چې دا هر څه په پاکستان کې دي، په کراچۍ کې وروستۍ پېښې دا وښود چې داعش او نور ټول تروریستان په پاکستان کې دي، خو دغه هېواد خپلې پړې پر افغانستان وراچوي. ))

یو شمېر نور شنونکي بیا پر دې باور دي چې یو شمېر لویدیځ هېوادونه د پاکستان حکومت له لارې په سیمه کې خپل اهداف تعقیبوي.

دوی وايي په پاکستان کې د بهرنیو پالیسو تطبیق هغه ګوندونه تل بې واکه کړي او یا هم یې هم مشران زندانونو کې اچولي، چې د سیمه‌ييز ثبات پلوي پاتې شوي.

د سیاسي چارو شونکی معین ګل څمکنی ورته خبره کوي، خو زیاتو: (( دا چې پاکستان هېواد په یوه ځانګړې جغرافیه کې پروت دی او دوی د افغانستان، ایران او هند په اړه بېلابېل دریځونه لري او د دوی تکیه پر دې ده، چې له غربیانو پروژې واخلي او په همدې هېوادونو کې یې وکاروي او دوی ته مالي ګټه رسیږي.))

د سیاسي چارو یو بل شنونکی توریالی ځاځی بیا وايي: (( د پاکستان مال د انګریزانو، امریکایانو او یهودیانو په لاس کې ده او څه جنایتونه ترسره کوي، د همدې هېوادونو پروژې پر مخ وړي. ))

نږدې درې ورځې وړاندې پاکستاني جیټ الوتکو په پلازمینې کابل او پکتیکا کې بریدونه وکړل، چې دې پاروونکي اقدام اسلامي امارت غچ اخیستونکې پرېکړه ته اړ کړ او ځواکونو یې د ډېورند فرضي کرښې په شپږو جهتونو کې پاکستاني ځواکونه تر اور لاندې ونيول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist