Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
معلولينو او د شهيدانو وارثانو ته د مياشتني امتياز ورکولو درېیم پړاو پیل شو

معلولينو او د شهيدانو وارثانو ته د مياشتني امتياز ورکولو درېیم پړاو پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/14

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت چارواکو کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د شهيدانو وارثانو او معلولینو ته د روان کال درېیم پړاو میاشتني امتياز د ورکړې لړۍ پیل کړه.

دغو کسانو ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا هره میاشت په بېلابېلو کټه ګوریو کې میاشتني امتيازات ورکوي چې په هرو درېیو میاشتو کې د بانکې حسابونو له لارې اجراء کېږي.

د دې وزارت چارواکي وايي، سږ کال دوی ته په بوديجه کې د ۱۲ میليارده افغانيو تخصيص ورکړل شوی او تر دې دمه يې ۸ میليارده افغانۍ د شهيدانو وراثانو او معلولينو ته ورکړې دي.

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري معین کلیم‌الله افغان وايي: « په تېرو څلور نیمو میاشتو کې ۸ میلیارده ۱۹۰ میلیونه او ۸۵۳ زره افغانۍ په بشپړ شفافیت سره د قانون او طرزالعمل له مخې  په مرکز او ولایتونو کې د کونډو، یتیمانو او معلولینو بانکي حسابونو ته حواله شوې دي.»

چارواکي دغه راز زیاتوي، د شهيدانو وارثانو او معلولينو په توګه د ثبت شویو کسانو له ډلې ۱۲۲ زره هغه يې د مخکيني حکومت سرتېري او د دوی د کورنۍ غړي دي.

دوی زياتوي، تراوسه له ۶ لکه زيات د شهيدانو وارثان او معلولين ثبت شوي او د پاتې نورو هغو د ثبت لړۍ دوام لري او په کې د شفافیت په موخه يې ځانګړی برېښنايي سیسټم فعال کړی.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش وايي: « له شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره تر دې دمه د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۶۹۴ زره ۹۷۸ تنه کونډې، یتیمان او معلولیت لرونکي کسان ثبت او راجسټر شوي دي. په دغو شمېرو کې ۴۰۵ زره ۷۶۳ تنه یتیمان، ۱۰۰ زره ۷۹۹ تنې کونډې او ۱۸۸ زره ۴۱۶ تنه معلولیت لرونکي وګړي شامل دي.»

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولان وایي، وزارت په مرکز او ولایتونو کې ډېری په شرایطو برابر یتیمانو او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده کړو زمینه هم برابره کړې او په دې برخه کې يې یادو کسانو ته د کار کولو بشپړ وسایل هم په واک کې ورکړي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش په دې اړه وايي: « په دې سیسټم کې تر اوسه ۵۲۹ زره ۷۴۶ تنو کونډو یتیمانو او معلولیت لرونکو کسانو اړوند معلومات په منظم ډول ثبت او راجسټر شوي او له دې لارې هغوی ته د هویت کارټونه ورکړل شوي او یو بشپړ  ډیجيټل آرشیف جوړ شوی دی.»

د چارواکو په خبره، ۷۰ زره د شهيدانو وارثانو او معلولینو ته د خیریه بنسټونو او همکارو موسسو په همکارۍ هم شاوخوا ۱۰ میلیون ډالر په شفاف ډول وېشل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist