Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د یونیسف له لوري زابل کې د ۵۸ ښوونځيو لپاره د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/03

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف له لوري د زابل مرکز کلات کې د  ۵۸ ښوونځیو زرګونه زده کوونو لپاره د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوي دي.

 په یاد ولایت کې د یونیسف  اړوند د شوو موسسې  چې د یادې پروژې د عملي کولو چارې پر غاړه لري  وايي، زده کوونکو ته پاکو اوبو د برابرولو پر پروژه یې اته میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

د شوو موسسې غړی  خلیل احمد  هوتک وايي:« ۵۸ رسمي ښوونځيو کې مو د سولر سیسټم فعاله کړ، د زده کوونکو د څښاک اوبو لپاره مو برمې ووهلې، سولر او  سمسېبل مو ورته فعاله کړ، چې پر مټ به یې د ښوونځيو زده کوونکي له پاکو اوبو برخمن شي. »

د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال د زابل د پوهنې رییس  مولوي محمد عثمان  حریت د هغو ښوونځیو لپاره یې د ودانیو د جوړولو غوښتنه وکړه،چې دا مهال یې زده کوونکي له سرپناه پرته درس لولي.

حریت زیاته کړه:« موږ د یونیسف ادارې له دې مرستې مننه کوو،خوغوښتنه مو دا ده،چې یاده او نورې ادارې دي، له موږ سره ښوونځیو لپاره د ودانیو د  جوړولو مرسته وکړي. »

په همدې حال کې د ښوونځیو مسوولین هم زده کوونکو ته د پاکو اوبو د برابرولو په اړه خوښي ښيي، او وايي، په دې سره به زده کوونکو کې د هغو ناروغیو کچه راټيټه شي،چې د ناپاکه اوبو له امله ورسره مخ وو.

د زابل د ترنک لېسې مدیر ګل امین وايي:« موږ په دې خوښ یو،چې د زده کوونکو لباره مو پاکې اوبه پیدا شوې. اوس به زموږ زده کوونکي نه ناروغه کېږي. »

زابل کې دغو زرګونو زده کوونکو ته پر داسې مهال د پاکو اوبو زمینه برابرېږي،چې د دغه ولایت زرګونه نور زده کوونکي د ښوونځيو ودانۍ نه لري او له سرپناه پرته تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist