Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان ولس د بهرني یرغل پر وړاندې د امنیتي ځواکونو او حکومت ترڅنګ ولاړ دی

افغان ولس د بهرني یرغل پر وړاندې د امنیتي ځواکونو او حکومت ترڅنګ ولاړ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/14

ګڼ شمېر افغان وګړي راټول شوي، د  نظام او امنیتي ځواکونو په ملاتړ شعارونه ورکوي.

دوی وايي، افغان ولس د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع حق لري او په دې برخه کې ټول د خپل حکومت سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

د ارشاد، حج او قافو پخوانی وزیر صدیق چکري وايي: « موږ اوس یو ملت یو، که دا امارت دی او که نور افغانان، ټول یو ملت دی. موږ د هر بهرني یرغل په مقابل کې کلک درېږو. موږ هغو سرتېرو ته سلام کوو چې دا مهال د افغانستان سرحدونه ساتي.»

د لاریون ګډونوال سید زمان هاشمي وايي: « سره له دې چې زموږ ملت په بېلو ژبو خبرې کوي، بېل مذهبونه او قومونه دي، خو د بهرني یرغل پر وړاندې یو دريځ لري او غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي.»

د پخوانۍ ولسي جرګې غړی محمد اکبري وايي: « موږ د امنیتي ځواکونو له مېړانې قدردانی کوو او ډاډ ورکوو چې موږ په هر ډول حالت کې د دوی ترڅنګ ولاړ یو.»

د لاریون ګډون والو د پاکستان پر ولس او سیاسیونو غږ وکړ چې د دې هېواد د پوځ د بېباکیو مخه ونیسي او پرې نږدي چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو افغانانو وینې تویې کړي.

د ارشاد، حج او قاف پخوانی وزیر صدیق چکري وايي: « موږ د پاکستان پرملت، سیاستوالو او علماوو غږ کوو چې نور د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د افغانانو وینه تویې نه کړي.»

لاریون کوونکو پرپاکستاني لوري غږ وکړ چې د افغانستان پر وړاندې خپلو سیاستونو او پالیسیو کې باید بدلون راولي او د اوسنۍ پالیسۍ دوام به یې په زیان تمام شي.

د مخکيني حکومت چارواکی  شاه عليزی دیدار وايي: « موږ د پاکستان د پوځ له اوسني مشر غواړو د اوسنۍ پالیسي او جګړې پرېږدي او خپله هېواد ته پاملرنه وکړي.»

لاریون کوونکي وايي، د پاکستان نظام او حکومت احسان هېروونکي دي او د افغانانو هغه ستر احسان یې هېر کړی چې پاکستان یې د روسیې له یرغل ژغورلی و؛ همدارنګه پاکستان د افغان کډوالو له برکته اقتصاد وده وکړه او ان تردې چې د اټومي وسلو خاوند شو.

د تاریخ په اوږدو کې افغانانو دا ثابت کړې چې د بهرني یرغل پر وړاندې خپل منځي اختلافات شاته پرېږدي او له یوبل سره څنګ په څنګ درېږي. د پاکستان اوسنیو حرکتونو پر وړاندې به هم افغان ولس یو موټی پاتې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist