Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د پکتیا ځايي مسوولین: ټول نظامي وسایط او وسلې  مو په خوندي ډول ساتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/03

په سوېل کې د پکتیا احمد خېلو ولسوالۍ ځايي مسوولین وايي، د امنیه قوماندانۍ او د ملي اردو کنډک ټول نظامي وسایط او وسلې یې تر اوسه پورې  په خوندي ډول ساتلي دي.

 

د احمد خېلو والسوالۍ د  استخباراتو مدیر عابد سنګین وایي، حکومتي مسوولینو د سقوط پر مهال ټول وسایط او وسلې دوی ته د لیست له مخې وسپارلې او تر اوسه پورې  په خوندي ډول ساتل کیږي .

سنګین زیاته کړه:د حکومت کسان لا نه وو تللي،چې موږ ولسوالۍ او نورو ځایونو ته داخل شوو.دوی نظامي وسایط او وسلې ټول موږ ته وسپارل او تر اوسه پورې په خوندي ډول ساتل کېږي.»

اخوا د احمدخیلو ولسوال صادق عمیر  بیا وايي،  د امنیه قوماندانۍ له وسایطو او وسلو اړوند کسان استفاده کوي او اردو وسایط او وسلې به د کنډک اړوند کسانو ته چې لا نه دي ځای پر ځای شوي وسپارل شي.

عمیر زیاته کړه:« دلته نږدې د امریکایانو بیزو، د اردو سرتیري په کې اوسیدل، موږ ته  تر اوسه پوې کنډک نه دی را لیږل شوی او نږدې ورځو کې را لېږل کېږي،چې راشي د اردو اړوند وسایط او وسلې به هغوی ته وسپارو.»

احمدخیلو ولسوالۍ ته ټول ملکي مامورین راغوښتل شوي، ادارې فعاله او خلک ورته د خپلو ستونزو د هواري لپاره مراجعه کوي .

د احمدخیلو ولسوالۍ د حقوقو مدیر فضل کریم  وايي:« له کله نه چې موږ دلته راغلي یو، ټولې ادارې فعالې دي او تر اوسه پورې زموږ مدیریت یعنې حقوقو مدیریت تر پنځوسو پورې مسایل حل کړي دي.»

مسوولین وايي، احمدخیلو ولسوالۍ کې هېڅ ډول امنیتي پیښې نه شته،د جنایي پیښو کچه هم خورا راټیټه شوې او دوی د عامه نظم ساتلو لپاره له شته امکاناتو ګټه پورته کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist