Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې د افغان ترک ښوونځي مسوول: روان ۲۰۲۲ کال کې به لسګونه افغان ځوانان  د زده کړو لپاره ترکیې ته ولېږو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/03

 د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې  د  یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۱۲ مه»  د افغان ـ ترک له ښوونځي د ۷۴ تنه زده کوونکو فراغت غونډه جوړه شوې وه. 

فراغت غونډه کې د افغان – ترک ښوونځي مسوول  محمد نعیم فروتن وویل، په پام کې لري چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې به هم لسګونه افغان ځوانان د زده کړو لپاره ترکيې ته ولېږي. 

دوی وايي، له دې وړاندې يې هم ۵۰۰  افغانان د زده کړو په موخه ترکيې ته لېږلي دي. 

بلخ کې د افغان – ترک ښوونځیو مسوول  محمد نعيم فروتن وايي:« د افغان ترک په ټولو ښوونځيو کې مو له ۵۰۰ ډېر زده کوونکي د ترکيې تعليمي بورسونو لپاره معرفي کړل، سږ کال هم چې په کابل، مزار، کندهار، ننګرهار، هرات او جوزجان ولايتونو کې کوم زده کوونکي فارغ شوي، کوشش کوو،چې ډېری يې ترکيې هېواد ته واستوو.» 

په ورته مهال مزار شريف کې له افغان ترک ښوونځي فارغ شوي زده کوونکي وايي، اسلامي امارت بايد د پوهنتونونو دروازې د زده کړو پر مخ پرانيزي. 

د افغان – ترک له ښوونځي فارغ  شوی سيد احمد وايي:« موږ له دولسم ټولګي فارغ شو او هېله لرو،چې راتلونکی کال په پوهنتونونو کې جذب شو. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې زموږ پوهنتونونه دې پر خپل وخت پرانيزي،تر څو موږ وکولی شو، چې پر خپل وخت خپلې لوړې زده کړې پيل کړو.»

د افغان – ترک له ښوونځي یو بل فارغ شوی الهام الدين وايي:« موږ اوس مخکې د کانکور ازموینه لرو او له هغې وروسته به پوهنتونونو ته ځو. اسلامي امارت بايد زموږ غوښتنې ومني او ټول پوهنتونونه دې پرانیزي.» 

د بلخ د پوهنې ریاست مشر  مولوي عبدالجلیل شهید خېل هم په تعليمي برخه کې د ترکيې  د همکارۍ ستاينه کوي او زياتوي،چې بلخ کې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې ښوونځي د نجونو او هلکانو پر مخ پرانېستي دي. 

شهيدخېل زیاته کړه:« په بلخ ولايت کې له لومړي سره ښوونځيي د نجونو او هلکانو پر مخ بند نه شول. هېله شته،چې په نوي تعليمي کال کې به په ټول افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه لرې شي او وزارت په دې برخه کې جدي هڅې کوي.» 

افغان – ترک ښوونځي په افغانستان کې د زده کړو له لوړ کيفيته برخمن تعليمي مرکزونه دي،چې د ترکيې په مستقيم مالي ملاتړ فعاليت کوي. 

هر کال د دغو ښوونځيو يوه برخه زده کوونکي د زدکړو په موخه ترکيې ته هم لېږل کېږي. 

د ترکيې هيواد د معارف بنسټ ته د افغان – ترک ښوونځيو تر سپارلو وروسته دا درېيمه دوره ده،چې په مزارشريف ښار کې له دغه ښوونځي ۷۴ تنه د فراغت سندونه تر لاسه کوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist