Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/14

د کانونو او پټرولیم وزیر په مشرۍ پلاوي د ترکمنستان ولسمشر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره د ټاپي پروژې له چارو ګډه لیدنه کړې.
د ترکمنستان او افغانستان لوړ پوړو چارواکو د ټاپي له چارو لیدنې په مهال د دې سترې پروژې پر چټکتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې.
دواړو خواوو دغه لیدنه کې د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا، د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ غځولو چارو پر پیل، تورغونډۍ بندر کې د تأسیساتو پر جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین محمد اسحاق صاحب زاده وايي: « د ټاپي پروژې کار پرمخ روان دی او همدارنګه د تورغوندۍ-هرات ترمنځ د رېل پټلۍ موضوع خبرې یوه اوونۍ مخکې شوې وې، اوس هم وشوې او دوی دې ته اماده دي چې د تورغونډۍ څخه تر هرات پورې د رېل پټلۍ عملي چارې پیل کړي. د دې لپاره دوی خپله بودیجه برابره کړې چې هغه د تورغونډۍ تر هراته پورې ۱۷۰ کیلو مټره کېږي چې دا ژمنه ترکمنستان او قزاقستان هېوادونو کړې او دا کارونه به که خدای کول ژر تر ژره پیل شي.»

مسوولان همداراز زیاتوي چې اوسمهال ۱۰۰ کیلومټره د ټاپي پروژې مسیر سروې شوې، ۶۰ کیلومټره سړک جوړ شوی او ۱۴ کیلومټره نل لیکه غځول شوې ده. چارواکي ډاډ ورکوي چې د یادې پروژې چارې به په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار وايي: « زه د هرات په ګډون ټول افغان ملت ته ډاډ ورکوم چې دا پروژه ورځ په ورځ او میاشت په میاشت ګړندۍ کېږي او نه درېږي. لکه څرنګه چې تاسې ګورئ، کوم وسایل چې را وړل شوي، د کیفیت له نظره ډېر ښه دي او د دې پروژې چارې به په راتلوونکو ورځو کې نور هم ګړندي شي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي:« تقریباً ۱۰۰ کیلو مټره د پایپ لین لپاره د مسیر سروې ترسره شوې او ۷۰ کیلو مټره مسیر چارې بشپړې شوې او د پایپ لین غځولو لپاره اماده شوې ده. دغه راز تقریباً ۶۰ کیلو مټره سړک هم د دې پایپ لین په اوږدو کې جوړ شوی او ۱۴ کیلو مټره پایپ لین عملآ غځول شوی دی.»

په ورته مهال، کارپوهان هم د دې پروژې پلي کول هېواد کې د اقتصادي ودې او په کوردننه د خلګو لپاره د کاري زمینو برابرېدو برخه کې ګټور بولي.

د پوهنتون استاد علي احمد احمدي وايي: « که چېرې د دې پروژې چارې په افغانستان کې بشپړې شي، نو زموږ زیاتره هېوادوالو لپاره به په کې د کار زمینه برابره شي او بهر ته د افغانانو د کډوالۍ مخه به هم ونیول شي. دا پروژه به د اقتصادي پرمختګ په برخه کې هم مهم رول ولري او امکان لري هغه افغانان چې اوس په بهر کې کډوال دي، بېرته هېواد ته راستانه شي او هغه اسانتیاوې چې دلته رامنځته شوې، بیا به زړه ښه نه کړي چې کوم بهرني هېواد ته د کار لپاره لاړ شي.»

د یادونې ده چې ټاپي پروژه څه باندي ۱۸۰۰ کیلومتر اوږدوالی لري چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته لېږدوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist