Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې سلګونه کسانو د اسلامي امارت پر ملاتړ او د نړیوالو فشارونو په غبرګون کې لاریون وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/02

په کابل کې نن  یکشنبه د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۱۲ مه» په سلګونه کسانو د اسلامي امارت پر ملاتړ او د نړیوالو فشارونو په غبرګون کې لاریون وکړ.

لاریون کوونکي وايي، دوی د اسلامي امارت ملاتړ کوي او نړیوال دې د افغانستان کنګل کړې شتمني خوشې او د اسلامي امارت دې پر رسمیت وپېژني.

دوی وایي، اسلامي نړۍ دې خپل مسوولیت وپېژني، د افغان ولس غوښتنې دې ومني او د روان بحران مخنیوی دې وکړي.

لاریون کوونکی محمد نسیم ځواک وايي:« دغه  ټول ځوانان چې دلته راټول شوي دي، اساسي غوښتنه یې دا ده،چې افغانستان پر رسمیت وپېژندل شي او کنګل کړي پیسې ازادې شي، په ځانګړې ډول ټېنګار کوم چې او.ا.  سي یا د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه مسوول دي،چې افغانستان ته لاس ورکړي او له دغه بحران څخه یې وباسي.»

لاریون کوونکي وایي، هېڅ هېواد دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نړۍ دې له قید او شرط پرته اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.

دوی وایي، امریکا دې د نړۍ په تاریخ کې له لا زیاتې بدنامۍ ځان وساتي او پر افغانستان دې له فشار راوړلو لاس واخلي او کنګل کړې شتمنې دې خوشې کړي.

لاریون کوونکی ابوبکر ځلاند وايي:« ټول افغانان له امریکا او نورو هېوادونو غواړي، چې زموږ پیسې خوشې کړي، ځکه دا پیسې د افغانانو حق دی او افغانان غواړ، چې د دوی پیسې خوشې شي.»

لاریونکوونکو د یوه پرېکړه لیک په ویلو سره لاریون د امریکا سفارت مخې ته پای ته ورساوه.

دوی وایي، اسلامي هېوادونه او نړۍ دې د افغانستان په تړاو چپ نه پاتې کېږي اوله  افغانانو سره دې مرستې وکړي.

دوی له اسلامي امارته هم وغوښت، چې د نړۍ هغه غوښتنې ونه مني،چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې وي.

لاریون کوونکی قدرت الله وايي:«  د سیمې هېوادونه دې دا درک کړي چې افغانستان ته په وخت د لاس نه ورکولو تاوان به د تاسې په شمول ټوله نړۍ جبران نه شي کړای، اسلامي هېوادونه او نړۍ دې د افغانستان په تړاو بې طرفه او خاموش نه پاتې کېږي، ځکه دا ناځواني ده او هر ډول مرستې ته دې راودانګي.»

لاریون کوونکي د اسلامي امارت د پر رسمیت نه پېژندلو په صورت کې د هر ډول راتلونکي ناورین مسوول نړیوال ګڼي،چې باید وار له مخه خپل مسوولیت اداء کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist