Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان د روانې میاشتې په پای کې د اسلامي امارت د سیاسي مخالفانو کوربه دی

خلیلزاد: د افغانستان پر وړاندې د پاکستان تګلاره ناکامه او دوام یې تېروتنه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/14

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته په غبرګون کې د پاکستان حکومت اوسنۍ تګلاره ناکامه او دوام یې د دې هېواد لپاره لویه تېروتنه بللې.

زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان اوس ‌مهال له سخت ناورین تېرېږي او په خبره یې، اسلام‌اباد اړ دی چې په پاليسيو کې د تقابل پر ځای، تعامل او ډېپلوماسۍ ته مخه کړي.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې: « له پاکستان غواړم چې ډېپلوماسۍ ته مخه کړي او پر افغانستان سربېره له تحریک طالبان پاکستان سره هم مذاکرات وکړي. د پاکستان او ټي‌ټي‌پي ترمنځ خبرې باید له هغه ځایه پیل شي چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان له لوري پرې موافقه شوې وه. ښکاره خبره ده چې د پاکستان اوسنۍ تګلاره ناکامه ده او د دې لارې تعقیبول یوه لویه تېروتنه ده. پاکستان اوس په یوه ژور بحران کې دی او باید له دې زیات په کې ځان ښخ نه کړي.»

همدارنګه خلیلزاد د دواړو هېوادونو ملي حاکمیت ته په درناوي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې کابل او اسلام‌ اباد باید په دې موافقه وکړي چې نور به د یو بل پر قلمرو تېری نه ‌کوي.

بله ‌خوا، د امریکا ولسمشر هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوي کشمکش پر ژر پای ته رسولو ټینګار کړی. ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د سفر پرمهال ویلي، هڅه به وکړي چې د کابل او اسلام ‌اباد ترمنځ اړیکې بېرته عادي شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زیاته کړې: « دا به اتمه جګړه وي چې زه یې حل کوم. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې په اړه مې اورېدلي دي؛ خو تر خپل راتګ باید انتظار وکړم. زه د جګړو په حل او سولې پر راوستلو ډېر ښه پوهېږم.»

د چارو شنونکي هم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان اوسنۍ تګلاره ناکامه ګڼي او باور لري چې د اسلام‌اباد لپاره به يې پايلې له پښېمانۍ پرته بل‌ څه‌ نه ‌وي.

د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله هوتک وايي: « که پاکستان په دې اړه ژور فکر ونه کړي او له تخریبي پالیسۍ څخه لاس وا نه خلي، ډېر به پښېمانه شي. د دوی په خپل کور کې اور بل دی او موږ هیله لرو چې له خپلو خلکو سره ستونزې په خپله حل کړي، نور هېوادونه او په ځانګړې توګه افغانستان قصدا ً جګړې ته مجبور نه کړي.»

د چارو شنونکی محمد سنګر امیرزاد وايي: « پاکستان له چین پرته خپل هېڅ یوه ګاونډي سره ښې اړیکې نه لري. پاکستان له وړاندې ډېر مشکلات لري او که له ګاونډيانو سره تفاهم هم ونه لري، هم ځان او هم نورو ته صدمه رسوي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی داسې مهال د پاکستان حکومت اوسنۍ تګلاره ناکامه بولي چې وروستیو کې د دې هېواد له لوري د افغانستان هوایي حریم نقض د اوسني حکومت له جدي غبرګون سره مخ شو.

د افغانستان  اوسني حکومت ويلي، د غچ اخيستنې عملياتو په پايله کې يې ۵۸ پاکستاني عسکر وژلي، ۳۰ نور يې ژوبل کړي او ۲۵ پوستې یې ور ویجاړې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist