Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ا.ا دې د ولس غږ واوري او غوښتنو ته دې درناوی وکړي

اسلامي امارت پاکستان ته؛ د داعش خراسان څانګې مهم مشران راته وسپارئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/13

اسلامي امارت په یو بې‌ساري ګام کې له پاکستان وغوښتل چې د داعش خراسان څانګې لوړپوړي او مهم مشران ور وسپاري او یا دې يې له خپلې خاورې وباسي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، په پاکستان کې داعش خراسان څانګه مرکزونه لري او ټول مهم مشران یې هلته مېشت او پټ دي.

مجاهد په کابل کې له پاکستانه د غچ اخیستنې عملياتو په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې وویل، کره اطلاعات لري چې د داعش خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د هغه نږدې ملګري او همکاران په پاکستان کې دننه مېشت دي.

هغه په دې اړه وايي:« زموږ د اطلاعاتو له مخې د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سطان عزیز الزام او د داعش له مرکزي څانګې سره تنظېمونکی او په اصطلاح مکتب صدیق مسوول صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود او پټ دي؛ د افغانستان اسلامي امارت په جدي توګه غوښتنه کوي چې یاد اشخاص یا اسلامي امارت ته وسپارل شي او یا دې پاکستان حکومت له خپلې خاورې اخراج کړي.»

مجاهد همدارنګه داعش ډله د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو ته ګواښ بولي او زياتوي چې د استخباراتي مالوماتو له مخې، دې ډلې په افغانستان سربېره په ايران او روسيه کې هم خونړي بریدونه له پاکستانه پلان کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند وايي:« موږ ته د کره ثبتونو رسېدو او استخباراتي اطلاعاتو له مخې په تهران کې د سردار سلیماني پر تلین ترسره شوی برید، په مسکو کې ترسره شوی برید له همدې مراکزو پلان، تنظیم او ترسره شول چې هغه هېوادونه هم پر دې موضوع اګاه دي.»

نوموړی وایي، له داعش د افغانستان له تصفيې وروسته پاکستان دې ډلې ته په پښتونخوا او بلوچستان کې نوي مرکزونه جوړ ورکړل او په خبره یې، دغو مرکزونو ته د روزنې لپاره نوي کسان د کراچۍ او اسلام اباد له هوایي ډګرونو راوستل شول.

مجاهد همدارنګه وویل، اوس مهال ګڼ شمېر اروپایي وګړي هم له داعش خراسان څانګې سره یو ځای شوي او په بلوچستان کې روزنه ورکول کېږي.

هغه په دې اړه وايي:« خاص اطلاعات د دې ښودنه کوي چې فتنه ګره ډله بیا په همدې مراکزو کې د تنظیمېدو په حال کې ده او په پلان کې لري چې هم په خارج او هم په افغانستان کې بریدونه ترسره کړي او دا ځل کېدای شي په خارج کې په بریدونو کې د تاجیکستاني اتباعو پر ځای د نورو هېوادونو له اتباعو کار واخلي ځکه تاجیکستاني اتباع په دې مسایلو کې تر ډېره افشا شوي دي.»

دا لومړی ځل دی چې اسلامي امارت له پاکستانه د داعش خراسان څانګې د مشرانو ور سپارلو غوښتنه کوي.

د نړیوالو چارو څارونکي وايي، پاکستان ښايي له دې امله د کابل دغه غوښتنه ونه مني، چې د نړيوالو پام ور وانه‌وړي.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« دا به پاکستان په ټوله نړۍ کې د داعش له حامیانو حامي او د داعش د ملاتړ په توګه وپېژني، زه فکر کوم دا یوه غیر واقعي مطالبه ده بهتره ده چې واقعي مطالبې مطرح شي څو اوسنۍ شخړه په یو ترتیب سره فیصله شي.»

د اسلامي امارت ویاند همدارنګه له پاکستاني لوري یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي، ګنې سختې منفي پایلې به ورته ولري، خو داسې ښکاري چې پاکستان د خپل پخواني عادت له‌مخې لا خپلو کړنو ته ادامه ورکړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist