Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: د پاکستان ستونزو لامل د دې هېواد د پوځ مشر دی

خلیلزاد: پاکستان د اسلامي امارت پر وړاندې د داعش ډلې ملاتړ کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/11

تېره اوونۍ په کراچۍ او بلوچستان کې د داعش خراسان ډلې د مهو غړو له وژل کېدو وروسته تازه  د افغانستان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان حکومت د نيابتي ډلو په روزنه او ملاتړ تورن کړی.

خلیلزاد ويلي، پاکستان د اسلامي امارت او بلوڅ ازادي غوښتونکو پر  وړاندې له داعش ډلې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې:« پاکستان  په بي پروایۍ سره د افغانستان او د دوی د خپل بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ پر ضد له داعش ملاتړ کوي.»

خلیلزاد له دې وړاندې هم د ترهګریزو ډلو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان ځينې تګلارې غندلې وې او له امریکا يې غوښتي وو چې د سيمې او نړۍ امنيت د تامين لپاره دې په دې هېواد کې د وسله والو نيابتي ډلو پر وړاندې اقدامات وکړي.

 د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، پاکستان له لسېزو راهيسې  د خپلو ګټو خونديتوب لپاره ان له ترهګرۍ هم ملاتړ کوي او په نورو هېوادونو کې يې د خپلو اهدافو لپاره کاروي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« دا چې پاکستاني چارواکي له داعش ملاتړ کوي، د زلمي خلیلزاد خبره یا ادعا رېښتیا ده، ځکه هلته د داعش مشران په کراچۍ، بلوچستان، پاړه چنار او نورو سیمو کې نیول شوې او وژل شوې دي. دا کره شواهد ښيي چې هلته داعشیان شته دي او دوی یې ملاتړ کوي. نو بناء په فعلي حالت کې د اسلامي امارت چارواکي چې نړیوالو ستېجونو او ناستو ته ځي، دا خبره باید واضح کړي، هغه تورونه چې پر افغانستان لګول کېږي چې دلته ترهګر دي او ځالې یې دي، دوی ته دې د کره شواهد پر اساس قناعت ورکړي، ترڅو د پاکستان ادعا او نورو هېوادونو هم رفع شي او د سولې او امنیت ډاډ، همدا راز د نشه يي توکو د ورکېدو قناعت باید مقابل لوري یا نړیوالو ته ورکړل شي. »

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« د خلیلزاد او پاکستان ترمنځ د تورونو لړۍ زیاته شوې، یو پر بل باندې تورونه تړي. د خلیلزاد دا خبره چې پاکستان د داعش ملاتړ کوي او ورته پټنځایونه یې ورکړې دي، دا هم جدي تور دی، زه فکر کوم چې پاکستان به د دې په اړه یو نظر وړاندې کړي.»

 د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۲۲ مه نېټه د اسلامي امارت د امنيتي او تصفيوي مرکزي کمېسیون په کلني راپور کې د موثقو اسنادو په بنا ويلي وو چې پاکستان په بلوچستان کې د داعش وسله والو لپاره خوندي مرکزونه جوړ کړي او د کراچۍ او اسلام اباد له هوايي ډګرونو تر دغه مرکزونو مهم غړي رسول کيږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist