Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کندهار کې له زرو زیات پر نشو روږدي کسان زندان ته لېږدول شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/02

د کندهار ځايي چاروراکي وايي، د ښار له واټونو پر نشو د روږدو کسانو د هغه کمپاین له مخې چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې يې پیل کړی، ۱۴۱۰ په نشه روږد کسان د کندهار ښار له واټونو ټول کړي او د دغه ولایت عمومي محبس کې يې بندیان کړي.

 دوی وايي، د دغه کمپاین په اږدو کې يې ۷۸ هغه کسان هم نيولي،چې پر نشه روږد کسانو باندې يې نشه یي توکي پلورل.

د کندهار د  لوی محبس مرستیال مولوي منصور وايي دغه پر نشو روږدي کسان یې زندان کې د درملنې په موخه ساتلي دي او تر  درملنې وروسته به بېرته ازاد کړل شي.

منصور زیاته کړه:« موږ د دوی لپاره په زندان دننه یو کلینیک هم جوړ کړی، چې هره ورځ یې درملنه کوو. که دلته د دوی درملنه ونه شي، د روږدو کسانو عمومي او ځانګړيو روغتونونو ته به یې ولېږدوو. موږ خپله هڅه کوو،چې دوی روغ او ښه وساتو.»

په همدې حال کې یاد زندان کې د ساتل شویو روږدو کسانو له ډلې یې یو شمېر د چارواکو  له دغه کړنې خوښ دي او وايي، دغه چاره به وکولای شي،چې دوی یو ځل بیا د ښې روغتیا څښتنان شي.

په زندان کې ساتل شوی یو تن  روږدی کس  م حمد نبي وايي:« موږ خوشاله یو،ځکه چې موږ به بېرته د ښیې روغتیا خاوندان شو. اوس موږ ته ډاډمنې آسانتياوې برابرې شوې دي.موږ ټول روږدي په زندان کې یو. موږ ټول د ښار په ادیره کې وو.په درې یا څلورو ورځو کې مو پوره خواړه نه خوړل. اوس په دې زندان کې د ورځې درې ځله خوراک کوو. دا زندان زموږ د رغېدو لپاره ښه دی.» 

د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د مالوماتو له مخې، د دغه ولایت د درې نیم میلیونو نفوسو له ډلې یې تر ۱۰۰زره زیات کسان پر نشه روږدې دي.

د مسوولینو په خبره، دا مهال د ټول کندهار پر کچه د روږدو کسانو د درملنې لپاره درې روغتیايي مرکزونه موجود دي،چې له ډلې يې دوه د روغتیايي او مالي امکاناتو د نه موجودیت له امله تړل شوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist