Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سوداګرو شکایت: د افغانستان جلغوزي له چین پرته نورو نړیوالو مارکېټونو ته لار نه لري

د سوداګرو شکایت: د افغانستان جلغوزي له چین پرته نورو نړیوالو مارکېټونو ته لار نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/09

که څه هم د تېرو کالونو په پرتله سږکال د لویې پکتیا په کچه د جلغوزیو حاصلات زیات شوي، خو د مناسب بازار، بسته بندۍ او ساتنې پر وړاندې یې ستونزې هم لاهم پر ځای پاتې دي.

په خوست کې د جلغوزیو د اتحایې مشر شهزاده ځدراڼ وایي، تېر کال د لویې پکتیا له ځنګلونو شاوخوا پنځه زره ټنه جلغوزي راټول شوي و، خو سږکال یې حاصلات نږدې ۲۰ زره ټنو ته لوړ شوي.

 شهزاده ځدراڼ زیاتوي: « اوس یو بازار دی که چین ته یې وړې نو هغوی یې په مناسبه بیه نه اخلي، که چېرې ورته نور بازارونه پیدا شي نو زموږ سوداګر به توان نه کوي ځکه په درې کلونو کې موږ له توان سره مخ یو.»

په همدې حال کې سوداګر وایي، که څه هم د تېر کلونو په پرتله د جلغوزیو حاصلات زیات شوي، خو له چین پرته نورو نړیوالو مارکېټونو ته د نه لاسرسي له امله یې بیې خورا ټیټې دي.

دوی اندېښه لري  چې که حکومت له چین پرته نورو نړیوالو بازارونو ته د صادراتو په برخه کې زمینه برابره نه کړي، نو سوداګر به له مالي زیان سره مخ شي.

د جلغوز سوداګر اکبر خان ځدراڼ په دې اړه وايي: « جلغوزي د افغانستان یوه قیمتي مېوه ده خو موږ په خپله بې ارزښته کړې ده، ځکه سوداګر نه لري چې بهر مارکېټونو ته یي ولېږدوي اوس دومره سوداګر نه لري.»

د جلغوزو یو بل سوداګر ذاکیم خان وايي: « له حکومت غوښتنه کوو چې د جلغوزیو لپاره بازار موندنه وکړي. اوس یوازې چین ته وړل کېږي او دغه راز د ساتنې او بسته بندۍ لپاره یې باید کار وکړي.»

 بل خوا د  خوست والي وياند مستغفر ګربز وایي، دوی هڅه کوي چې سږکال د خوست له نړیوال هوایي دګر څخه بهرنیو مارکېټونو ته د جلغوزیو د صاداراتو زمینه برابره کړي.

هغه د جلغوزيو د ساتنې په موخه د سړو خونو د جوړولو په تړاو هم د ژر اقدماتو ډاډ ورکوي.

د خوست والي وياند مستغفر ګربز وايي: « د خوست ولایتي ادارې په څو ځلي هڅه کړې تر څو په خپله د خوست له نړیوال هوایي ډګر څخه جلغوزي نورو هېوادونو ته صادر کړي، دغه راز دلته د جلغوزیو د ساتنې په اړه هم اقدامات ترسره شوي او په نږدې راتلوونکې کې به دا برخه لا غني شي.»

د معلوماتو له مخې، تېر ۱۴۰۳ لمريز کال د ۱۴ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي چې ډېره برخه يې یوازې چین ته وه.

د اقتصادي چارو کارپوهان باور لري چې که حکومت د جلغوزیو لپاره د صادراتو لارې پراخې او د ساتنې په موخه معیاري زېربناوې رامنځته کړي، نو د لویې پکتیا ترڅنګ به د هېواد په کچه د زرګونو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه لور ته روان شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist